غزه: "دا د خبریالانو د چوپ کولو هڅه ده"
د خپرېدو وخت
د خبریالانو د دفاع کمېټې په غزه کې پر هغې ودانۍ د اسراییلو بمباري غندلې چې د اسوشېټېډ پرېس او الجزیرې دفترونه پکې وو. برید داسې مهال شوی چې غزې ته د ورتګ لارې تړل شوې او بهرني خبریالان غزې تړانګې ته له ننوتلو منع شوي.
اسراییل وايي، په دې ودانۍ کې د حماس د استخباراتو څانګه وه، خو د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د دفتر مشر د برید په اړه د رسمي څېړنې غوښتنه کړې ده.