له کډوالو سره د پیوستون په پار د بریتانیا اوسېدونکي پولیسو ته مخامخ ودرېدل

د ویډیو تشریح، له کډوالو سره د پیوستون په پار د بریتانیا اوسېدونکي پولیسو ته مخامخ ودرېدل
د خپرېدو وخت

د سکاټلنډ په ګلاسګو کې سلګونه کسان د هغه دولتي موټر پر وړاندې د خنډ په توګه ودرېدل چې باور کېږي له یوه اپارتمانه نیول شوي دوه هندي کډوال پکې لېږدول کېدل. د کورنیو چارو وزارت چې بریتانیا کې د کډوالو چارو مسوولیت لري وايي دغه دواړه کسان د کډوالۍ له قوانینو د سرغړونې په شک نیول شوي وو. د یو شمېر احتجاج کوونکو شعارونه اورېدل کېدل چې ویل یې: ’زموږ ګاونډیان پرېږدي چې ځي’