کوچنی اختر په انځورونو کې

د خپرېدو وخت

په نړۍ کې میلیونونو مسلمانانو نېکمرغه کوچنی اختر ولمانځه. کوچنی اختر د مسلمانانو په کلیز کې له لویو اسلامي مراسمو ګڼل کېږي.

ګڼو مسلمانانو د مې پر ۱۳مه، د کوچني اختر لمانځه کې ګډون وکړ.

اختر تر یوې میاشتې روژې وروسته د مسلمانانو د روژې ماتولو ورځ وي، چې بېلابېل خواړه پکې پخېږي او خلک د خپلوانو کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ورځي.

د (عیدالفطر) لفظ معنا روژه ماتول دي. په روژه کې روژه تیان د ورځې هېڅ نه خوري او نه څښي، بلکې د ماښام د اذان له پیلېدا سره خوراک پیلېږي.

د عکسونو ټول حقونه خوندي دي.