پر اوبو لانجه؛ د تاجکستان او قرغزستان پوله کې څه تېر شول؟

    • Author, سهراب ضیا
    • دنده, بي بي سي، د تاجکستان پوله
  • د خپرېدو وخت

د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ د اوبو پر سره د لانجې له امله د بې مخینې جګړې نږدې یوه اونۍ تېره شوه.

د چارشنبې په ورځ د تاجکستان د سرحدي سیمو چارواکو د لسو ولسي وګړو انځورونه خپاره کړل چې دې جګړه کې وژل شوي او د هر یوه کورنۍ ته یې ۷۰ زره ساماني یا ۶۲۰۰ ډالر ور کړل.

دا انځورونه هم پوله کې د چارکوه او خواجه اعلای کليو دي چې په دې جګړه کې تر نورو سرحدي کلیو ډېر زیانمن شوي دي.

د جګړې پایله.

تاجک چارواکو له قرغزستان سره پوله کې د نښتې د ټولو قربانیانو شمېر نه دی اعلان کړی، خو ځايي رسنۍ وايي، د اپرېل پر ۲۸ او ۲۹ نښتو کې لس سرتېري وژل شوي او ټول هم ۸۸ کسان ټپي شوي دي.

قرغزستان هم د خپلو ۳۶ کسانو د وژل کېدو او تر ۱۵۰ ډېرو ټپي کېدو خبره کوي.

د جګړې پایله.

د تاجکستان چارواکو د پنجشنبې په ورځ په څلورو کلیو کې د ۵۶ کورونو او یوه ښوونځي د ورانېدو خبره هم وکړه.

قرغزستان هم وايي، دې جګړه کې یې ۷۸ کورونه وران شوي او یا سوځول شوي دي.

خو لا هم دواړو هېوادونو کې مالي زیان پوره مالوم نه دی.

د جګړې پایله.

۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د منځنۍ اسیا دې دواړو هېوادونو خپلواکي ترلاسه کړه، خو د دوی تر منځ د خپلمنځي پولو کمزورې حدبندي په تېر کې هم د شخړو او ناندریو لامل شوې.

د جګړې پایله.
د جګړې پایله.
د جګړې پایله.
د جګړې پایله.
د جګړې پایله.
د جګړې پایله.
د جګړې پایله.