هند کې د کورونا مثبتې پېښې له ۲۰ میلیونو واوښتې؛ د 'ای پي اېل کرېکټ' سیالۍ هم وځنډول شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
په هند کې د کورونا وېروس وضعیت لا هم ناورین دی او د سې شنبې پر ورځ چارواکو رسماً اعلان وکړ چې د ټولټال مثبتو پېښو شمېر له شل میلیونو اوښتی دی.
پر لومړي وزیر نرېندرا مودي فشار دی چې باید په سملاسي توګه په ټول هېواد کې بشپړ ټولبندیز اعلان کړي، خو نوموړي تر دې دمه دا غوښتنې رد کړې دي.
حکومت وایي چې د مثبتو پېښو شمېر په کمېدو دی، خو بلې خوا ته د ورځنیو معایناتو شمېر هم کم شوی او له همدې کبله په وېروس د اخته کسانو شمېر مالومول ګران دي.خو په مهاراشترا ایالت کې، چې د وېروس د دویمې څپې مرکز بلل کېږي، له څو ورځو راهیسې مثبتې پېښې په کمېدو دي.
په هند کې د ټولبندیز اعلان د مرکزي حکومت پر ځای د ایالتي حکومتونو په واک کې راځي. لومړي وزیر مودي پر ایالتي چارواکو غږ کړی چې یوازې هغه صورت کې عمومي ټولبندیز اعلان کړي چې بله هېڅ چاره نه وي.
پر شل میلیونه مثبتو پېښو سربېره تر دې مهاله په هند کې له ۲۲۲ زره ډېر کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي.
د 'ای پي اېل کرېکټ' سیالۍ هم بلاخره وځنډول شوې

د عکس سرچینه، BCCI
له دې سره هم مهاله د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي اېل د سږنیو سیالیو پاتې ټولې لوبې هم د روان وضعیت له امله وځنډول شوې.
دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د ځينو لوبغاړو د کورونا وېروس معاينه مثبته ختلې وه. تېره ورځ د کلکتې لوبډلې دوو لوبغاړو ورون چکرورتي او سنديپ وارير او نن سې شنبې د سنرايزر حيدراباد لوبډلې د يوه لوبغاړي د کورونا وېروس معاينه مثبته وتلې وه.
د هند غوره ليګ سمبالوونکو يه يوه بيانيه کې ويلي چې له "بېړنۍ ناستې وروسته يې په یوه خوله پرېکړه کړې" چې د روان کال پاتې سيالۍ تر نامالومې نېټې پورې وځنډول شي.
د هند کرېکټ بورډ ويلي چې د لوبغاړو او د نورو کارکوونکو روغتيا او خونديتوب ته په کتو يې دغه پرېکړه کړې او نه غواړي د دوی روغتيا ته ګواښ پېښ شي.
څو ورځې وړاندې د کورونا وېروس له وېرې د اسټراليا انډريو ټای، اډم زمپا او کېن رېچرډسن له ای پي اېل سره مخه ښه کړې وه او خپل هېواد ته ستانه شوي وو. د هند ورو توپ اچوونکي رويچندرن اشوېن هم د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره د تورنمېنټ له پاتې سياليو وتلی و.
ای پي اېل په نړۍ کې د کرېکټ تر ټولو مشهورو ليګ دی چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼ مينوال لري او لوبغاړي هم له مختلفو هېوادونو په دې سياليو کې ګډون کوي.
د دې ليګ په سږنيو سياليو کې هم درې افغان لوبغاړو محمد نبي، راشد خان او مجيب ځدراڼ د سنرايزر حيدراباد لوبډلې لپاره سيالي کوله.






















