د بي بي سي له ارشيفه؛ د ۱۹۹۲ کال خپلمنځي جګړې

د ویډیو تشریح، د بي بي سي له ارشيفه؛ د ۱۹۹۲ کال خپلمنځي جګړې
د خپرېدو وخت

د ۱۹٩٢ کال اپرېل کې د ډاکټر نجيب الله حکومت له نسکورېدو وروسته، کابل د مجاهدینو بېلا بېلو ډلو ټپلو د جګړې او مرګونې سيالۍ په ډګر واوښت. ملګرو ملتونو هڅه کوله د سیالو ډلو ترمنځ منځګړتوب وکړي چې یو ګډ لنډمهالی حکومت جوړ کړي، او د جګړې له غځېدو مخنيوی وکړي. په ۱۹۹۲ کال کې د بي بي سي مارک اربن له شمال مزار شریف کابل ته روان شو او پر لار یې له هغو افغان مشرانو سره خبرې کړي چې جګړې ته یې تیاری نیوه. دا یې د بي بي سي له ارشيفه راپور دی.