تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په اعدام محکوم قاتل: وژونکې پیچکارۍ مه راکوئ، په مرمۍ مې وولئ
په امریکا کې د قتل په جرم تورن کس د خپل اعدام په اړه دا غوره ګڼلې چې د وژونکې پیچکارۍ پر ځای دې په ډزو ووژل شي.
زین مایکل فلویډ له کابو ۱۵ کلونو وروسته لومړنی کس دی چې په نیوادا ایالت کې اعدامېږي. په امریکا کې ډېر کم په اعدام محکوم کسان په مرمۍ ویشتل کېږي.
د ښاغلي فلویډ وکیل ویلي، د موکل غوښتنه یې د اعدام د حکم "د ځنډولو هڅه" نه ده.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، محکمې ته په یوه غوښتنه کې ویل شوي، فلویډ چې د اعدام کومه طریقه غوښتې ده، نسبتاً "لږ دردوونکې" ده.
د هغه وکیل براډ لیونسن ویلي، موکل یې له درې غوړپه قاتلې پیچکارۍ څښلو ډډه کړې ده چې د حکومتي چارواکو هم دا وړاندیز دی.
خو د وژونکې پیچکارۍ ردول د بدیلې وسیلې د وړاندیز په معنا ده. لیونسن په دې اند دی چې په مرمۍ ویشتل ښايي "لا ډېره انساني لاره" وي.
د امریکا په درېیو ایالتونو کې په اعدام د محکومو کسانو په مرمۍ ویشتلو ته اجازه ده: میسيسیپي، اوکلاهوما او یوتا. دا ډول حکم له ۲۰۱۰ کال راهیسې نه دی اجرا شوی.
څارنوالان وايي، راتلونکې میاشت به د فلویډ د اعدام حکم وکړي، خو په جولای کې یې د ترسره کېدو احتمال شته. دا ښايي له ۲۰۰۶ کال وروسته په نیوادا کې د خپل ډول لومړنی اعدام وي.
۴۵ کلن فلویډ په ۱۹۹۹ کال د لاس ویګاس په یوه سوپرمارکېټ کې په ډزو د څلورو کسانو په وژلو او د یوه بل په ټپي کولو تورن دی. نوموړي ته تر برید یو کال وروسته د اعدام حکم واورول شو.
هغه څو ځله استیناف محکمه غوښتې ده. وکیل یې وايي د جولای پر ۲۲ مه به نیوادا کې دی د بښنې له شورا د "زړه سْوي" غوښتنه وکړي.
عالي محکمې تېر کال د هغه دا غوښتنه رد کړې وه.
دا مهال په نیوادا ایالت کې ۷۰ کسان د اعدامېدو شېبې شمېري.