تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اردوغان د استانبول کنفرانس په درشل کې عمران خان سره خبرې کړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه هېواد کې د افغانستان په تړاو د یوه مهم نړیوال کنفرانس په درشل کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره تلیفوني خبرې کړې دي.
د پاکستان بهرینو چارو وزارت وايي دواړ مشران پنجشنبه پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان د سولې پر پروسه وغږېدل او عمران خان یو ځل بیا د افغانستان د کړکیچ سوله ییز حل کې د همکارۍ ژمنه تکرار کړه.
د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:
"د سیمې په تړاو، لومړي وزیر د امریکا لخوا د [ځواکونو] وتلو تر اعلان شوي پلان وړاندې د افغانستان جګړې ته د خبرو له لارې د سیاسي جوړجاړي [د موندل کېدو] پر اهمیت ټینګار وکړ. "
په اعلامیه کې د عمران خان له خولې زیاته شوې چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو یو "تاریخي فرصت" برابر کړي او افغان مشرتابه باید یوې پراخ بنسټه او ټولګډونه سیاسي جوړجاړي ته رسېدو لپاره له دغه فرصت ګټه واخلي.
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د سولې پروسه کې د ترکیې د رول د ستایلو ترڅنګ یو ځل بیا دا ژمنه تکرار کړې چې "پاکستان به افغانستان کې د سیاسي حل له لارې د اوږدمهاله سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپل ټول وس او ممکن ملاتړ وکاروي."
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په داسې مهال د افغان سولې په تړاو غږېدلی چې ټاکلې هېواد یې د اپریل له ۲۴ مې د لس ورځو لپاره د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د یوه مهم کنفرانس کوربتوب وکړي.
دغه کنفرانس کې به له افغانستانه پر بېلابېلو خواو سربېره د ملګرو ملتونو، امریکا، قطر او کوربه ترکیې استازي ګډون وکړي.
طالبانو د امریکا د حکومت لخوا د ډلې سره د دوحې هوکړې خلاف له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستلو کې د څو میاشتني ځنډ د راوستلو په غبرګون کې ویلي چې د ترکیې کنفرانس کې ګډون نه کوي.
دوحه کې د بین الافغاني خبرو له بې پایله اوږدېدو وروسته ډېرو افغانانو سولې ته د رسېدو هیلې د ترکیې کنفرانس پورې تړلې.
طالبانو د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ په تړاو غبرګون داسې مهال وښود چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره ورځ کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د افغانستان د سولې پروسې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو او همکاریو په تړاو لیدنې درلودې.
هغه کابل کې د دغو لیدنو پر مهال وویل "د ملګرتیا بڼه بدله شوې، خو ملګرتیا دوام کوي."