مصري معماران له داعش سره جګړه کې وران شوی د موصل لرغونی جومات رغوي

د خپرېدو وخت

د مصري ودانګرو (معمارانو) یوې ډلې د عراق د موصل ښار د لرغوني النوري جومات د رغولو دواطلبي ګټلې ده.

دا جومات په ۲۰۱۷ کال د عراقي ځواکونو لخوا د اسلامي دولت (داعش) له وسله والو د موصل ښار د پاکولو د عملیاتو پر مهال د دغو وسلوالو لخواو ویجاړ شوی و.

داعش وسله والو د عراقي ځواکونو د عملیاتو پر وړاندې د مقاومت پر مهال النوري جومات په بمونو والوځاوه.

دغه جومات چې په ۱۲مه پېړۍ کې جوړ شوی، اسلامي دولت ډلې ته سمبولیک ارزښت درلود.

د دې ډلې مشر ابو بکر البغدادي تر دې درې کاله وړاندې له همدغه جومات خپل "اسلامي خلافت" اعلان کړی و.

د دغه جومات رغول د ملګرو ملتونو لخوا د 'موصل د روح را ژوندي کولو پروژې' برخه ده.

د النوري جومات د رغولو دواطلبۍ ته ۱۲۳ طرحې وړاندې شوې وې چې په هغو کې د اتو مصري ودانګرو یا معمارانو طرحه غوره وګڼل شوه.

د موصل خونړۍ جګړې نږدې نهه میاشتې دوام وکړ چې د دغه تاریخي ښار ډېره برخه پکې ویجاړه شوه.

دې جګړه کې د لسګونو زره کسانو په وژل کېدو سربېره ۹۰۰ زره نور بې ځایه شول.

د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي ادارې یونسکو مشره اودري ازولای وايي د النوري جومات رغول به "د دغه جګړه ځپلي ښار د پخلاینې د پروسې پرمختګ کې یو مهم ګام وي."

یونسکو په یوه اعلامیه کې ویل که څه هم د جومات د لمانځه تالار به تر رغېدو وروسته له نړېدو د وړاندې مهال په څېر ښکاري، خو پام وړ بدلونونه به پکې راوستل شي.

د جومات په نوې طرحه کې طبیعي رڼا او دا راز ښځو او د پاخه منګ کسانو ته پراخه فضا پام کې نیول شوي دي.

د موصل ستر جومات د رغولو چارې په ۱۱۷۲ کال د نور الدین محمد زنګي په لارښوونه، چې د مسیحي صلیبیانو پر وړاندې د مسلمانانو د یو موټي کولو لپاره مشهور و، پیل شوې او د هغه نوم ورکړ شو.

دا جومات د خپل مایل منار له کبله چې "الحدباء" نوم ورکړ شوی و - د ژبو په سر و.

خو دغه منار ته یې د موصل جګړه کې دروند زیان واوښت.

د النوري جومات رغنیزې چارې به د روان کال وروستیو کې پیل شي.