نیو زیلنډ نړۍ کې په لومړي ځل د اقلیمي بدلون د مخنيوي اصول وړاندې کوي

NZ to launch world-first climate change rules for banks.

د عکس سرچینه، UniversalImagesGroup

د خپرېدو وخت

نیوزیلنډ به د نړی په کچه لومړنی هېواد شي چې د اقلیم د بدلون د اغېزو په اړه راپور ورکولو ته د خپلو مالي شرکتونو د اړیستلو قانون وړاندې کوي.

دا هېواد غواړي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې له کاربن پاک وي او ټينګار کوي چې مالي سکتور هم باید دې برخه کې رول ولوبوي.

د نیوزیلنډ د اقلیم د بدلون وزیر جیمز شاو وایي، بانکونه د بیمې شرکتونه او مالي مدیران د خپلو پانګونو پر چاپیریالي اغېزو پوهېدو سره دا کار کولی شي.

ټاکلې چې قانون جوړونکي د دغه نوي قانون په اړه خپله لومړۍ ناسته روانه اوونۍ ترسره کړي.

ښاغلی شاو وايي:

"دا قانون به د دې لامل شي چې د مالي او سوداګریزو پرېکړو پر مهال اقلیم ته پېښ خطرونه او د هغو زیان ګالنه د غور وړ وګرځي."

د نیوزیلنډ شاوخوا ۲۰۰ ستر شرکتونه او ځینې بهرنۍ کمپنۍ به چې تر یو میلیارد نیوزلنډي ډالرو (۷۰۳ میلیونه ډالرو) پانګه لري، د دغه قانون تر پوښښ لاندې راشي.

د نیوزلنډ د سوداګرۍ او لګښتي چارو وزیر ډیویډ کلارک وايي:

"نړۍ کې پر لومړني هېواد اوښتل چې دا ډول قانون وړاندې کوي، په دې مانا ده چې موږ د واقعي مشرتابه د ښودلو فرصت لرو او نورو هېوادونو ته لار هواره کړو چې د اقلیم د بدلون په اړه راپور ورکول اجباري کړي. "

دغه قانون به مالي شرکتونه پر اقلیم د خپلې پانګونې د اغېزو پر ارزولو سربېره دې ته هم اړ کړي، چې له چاپیریالي اړخه د هغو کمپنیو اغیزې هم جاج کړي، چې له دوی پور ترلاسه کوي.

ښاغلي کلارک زیاتوي:

"که څه هم ځینو شرکتونو په دې اړه د راپورونو خپرول پيل کړي چې د اقلیم بدلون به یې په سوداګرۍ، ستراتیژیو او مالي دریځ،څنګه اغیز وکړي، خو لا هم اوږده لا مخ ته پاتې ده. "

د دغه قانون تصویبیدو سره به شرکتونه اړ شي چې له ۲۰۲۳ کال وروسته د اقلیم د بدلون د اغیز په اړه د راپور ورکول پیل کړي.

پر بانکونو هم فشار زیات شوی چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې هڅو کې مرسته ډيرې کړي.

پر طبیعت پانګونه

اپل او ځینې نور تکنالوژي شرکتونه له ولسمشر بایډنه غواړي چې د چاپیریال ساتنې برخه کې اهداف وټاکي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اپل او ځینې نور تکنالوژي شرکتونه له ولسمشر بایډنه غواړي چې د چاپیریال ساتنې برخه کې اهداف وټاکي.

د کمبریج ډیوک تیره اونۍ له بانکونو وغوښتل چې د اقلیم د بدلون پر وړاندې نړیوالې مبارزې سره د مرستې لپاره "پر طبیعت پانګونه" وکړي.

شهزاده ویلیم د پیسو د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانګ غونډه کې د خبرو په مهال وویل، د طبیعت ساتنه د ځمکې د تودوخې پر وړاندې هڅو کې کوچنی رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه: "موږ باید د ځنګولو په احیا، باثباته کرنې او د پاکو سمندرونو د ملاتړ له لارې پر طبیعت پانګونه وکړو... ځکه دغه کار د اقلیم د بدلون پر وړاندې مبارزه کې له ډيرو کم لګښته او اغیزناکه لارو چارو ده. "

امریکا کې به د ټکنالوجۍ برخې د اپل په ګډون تر ۳۰۰ ډير ستر کاروباریان او پانګوال د سې شنبې په ورځ د بایډن پر ادارې غږ وکړ چې د اقلیم د بدلون یوه مناسبه موخه وټاکي.

دا ګام به امریکا کې په ۲۰۰۵ کال د ګلتوني ګازونو د تولید مشخصه شوې کچه تر ۲۰۳۰ کال پورې نیم په نیمه راټیټه کړي.

دا اندازه د هغې دوه برابره ده چې امریکا یې پخوا د اقلیم د ککړتیا د مخنوي لپاره ژمنه کړې وه.