د شهزاده فېلپ مړينه: له شاهي کورونۍ سره د نړيوالو خواخوږی
د خپرېدو وخت
د بريتانيا شهزاده او د ملکې الېزابت مېړه فېلپ تېره ورځ جمعه د ۹۹ کلونو په عمر ومړ.
د شهزاده فېلپ د درناوي په پار په بریتانیا، جبرېلتار او په شاهي سمندري بېړیو کې ۴۱ توپونو ډزې شوي دي.
شهزاده فېلپ او ملکه الېزابت د بریتانیا په تاریخ کې تر ټولو اوږدمهاله جوړه بلل کېږي. نوموړی د واده شوي ژوند په نژدې ۷۳ کلونو کې د ملکې تر ټولو مهم او ژمن ملاتړی وو.
د نړۍ له بېلابېلو برخو د شهزاده فېلپ مړینې ته غبرګونونه او تسلیت پیغامونه رسېدلي دي.