تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شهزاده فېلپ مړینه؛ بریتانیا کې د توپونو سلامي وړاندې شوه
د جمعې پر سهار د بریتانیا له بکنګهم ماڼۍ د ملکې الیزابیت د مېړه د اډنبرا ډیوک شهزاده فېلپ د مړیني اعلان وشو او د شاهي چارو لپاره د بي بي سي خبریال نکولس ویچل په خپل رپوټ کې وايي، د شنبې پر ورځ به د ډیوک له مړینې وروسته مراسمو په هکله ځینې جزیات خپاره شي.
تېره ورځ له بکنګهم ماڼۍ په یوه خپاره شوي اعلان کې وویل شول:
''د بریتانیا ملکې له لوري په ډېره خواشینۍ سره اعلان کېږي چې د هغې ګران مېړه د اډنبرا ډیوک شهزاده فېلپ وفات شوی دی. ''
په دې مناسبت نن شنبه له ځايي وخت سره سم د ورځې ۱۲ بجې اډنبرا ډیوک ته د توپونو سلامي وړاندې شوه.
له دې وروسته به پر دوشنبه د بریتانیا پارلمان په عوامو جرګه کې اډنبرا ډیوک ته د درناوي مراتب وړاندې شي.
د شنبې پر ورځ پلازمېنې په ټاور اف لندن، وولوچ بېرکس، بلفاسټ، کارډیف، اډنبرا، پورټسماوت او ډیون کې اډنبرا ډیوک ته د توپونو سلامي وړاندې شوه. دې مراسمو کې به له هرې دقیقې وروسته د توپ ډز کېږي او ټولټال د ۴۱ توپونو سلامي وړاندې کېږي.
د ایچ ایم ایس ډایمنډ او ایچ ایم ایس مونټ روز په ګډون د سمندري ځواک بېړیو هم ډیوک اف اډنبرا ته سلامي وړاندې کړه.
د اډنبرا ډیوک د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د سمندري ځواک د یوه افسر په حیث پوځي خدمت کړی.
خلکو ته ویل شوي، چې له خپلو کورونو، انلاین یا د ټلویزیون له لارې د توپو سلامي مراسم وګوري. له بکنګهم ماڼۍ تر اوسه د تدفین مراسمو نېټه نه ده اعلان کړې.
له تدفین یوه ورځ وروسته وروسته به د بریتانیا له وخت سره سم پر ټولو دولتي ودانیو، یونین او ملي بیرغ نیم ځوړوند وي. ویل کېږي، ملکه د بریتانیا حکومت له تازه لارښوونو سره او دغه راز د واټن ساتلو اصولو ته په پام سره په وروستیو مراسمو او تدفین مراسمو کې پر بدلون غور کوي.