د بریتانیا د ملکې دویمې الېزابت د مېړه 'شهزاده فېلپ' مړینه
د خپرېدو وخت
د بریتانیا د ملکې الېزابت مېړه او د اډینبرګ دوک شهزاده فېلپ د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو. دې شاهي جوړې اووه لسیزې وړاندې د ۱۹۴۷ کال د نومبر په ۲۰مه د لندن په ویسټ منسټر ابي کې د پرتمینو مراسمو پر مهال واده کړی و.
بریدمن فېلپ ماونټ باټن د واده پر مهال ۲۶ کلن او شهزادۍ الېزابت ۲۱ کلنه وه.