تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د چین او روسیې مشران د اقلیم د بدلون ناستې ته وبلل
امریکا د روسیې او چین مشران د نړۍ د اقلیم د بدلون په تړاو نړیوالې ناستې ته ور وبلل. دا ناسته اپرېل کې ترسره کېږي.
شي جېن پېنګ او ولادیمیر پوتین د نړۍ د ۴۰ مشرانو په نوملړ کې دي چې د ځمکې د ورځې نړیوالې ناستې ته بلل شوي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن رسنیو سره خبرو کې ویلي تر اوسه د روسیې او چین مشرانو سره د دې ناستې په تړاو نه دی غږېدلی، خو هغوی پوهېږي چې دې ناستې ته بلل شوي دي.
دا ناسته د جو بایډن د ادارې لخوا د نړۍ د اقلیم بدلون ته د لومړیتوب ورکولو د هڅو برخه ده.
ښاغلي بایډن ژمنه کړې چې اقلیمي بدلونونو ته به کاري لومړیتوب ورکوي او دغه کار لپاره اړتیا ده چې د ډونلډ ټرمپ د حکومت ګڼې پرېکړې او سیاستونه لغوه شي.
دا ناسته د کورونا وېروس وبا له کبله په انلاین ډول ترسره کېږي.
تمه ده چې امریکا به د دې غونډې په درشل کې تر راتلونکو اتو کلونو پورې د کاربن خپرېدو د کمولو هدف ته رسېدو لپاره خپل پلان هم اعلان کړي.
سپینه ماڼۍ وايي ښاغلي بایډن په بلنلیک کې د دغو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې دا ناسته د اقلیمي بدلونونو د اړوندو اهدافو د طرحې لپاره یو فرصت وګڼي.
له منځني ختیځ څخه دې ناستې ته اسراییل، سعودي عربستان، ترکیه او متحد عرب امارات وربلل شوي دي.
د نړۍ هېوادونو د پاریس د هوکړې له مخې ژمنه کړې چې د هوا د تودوخې د مخنیوي لپاره به ګامونه اخلي.
اروپايي ټولنې او په متحدو ایالتونو کې د جو بایډن ادارې دې لړ کې ژمنه کړې چې پر زرغونه انرژۍ به تریلیونونه ډالر پانګونه کوي.
دا پانګوبه به پر اقتصادي ګټو سربېره د کاربن د خپرېدو مخنیوي کې هم رغنده رول ولري.
په ورته وخت کې ټاکلې د اقلیمي بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس هم چې په "سي او پي ۲۶" مشهور دی، تر یو کلن ځنډ وروسته راتلونکې نومبر میاشت ګلاسګو کې ترسره شي.
دا کنفرانس د کورونا وبا له کبله تېر کال ترسره نه شو.
د ګلاسګو د ناستې پر وړاندې ننګونه دا ده چې ملګري ملتونه باید هېوادونه د داسې سیاستونو پرمخ وړلو ته اړباسي، چې سر له اوسه د ګلتوني "ګلخانه يي" ګازونو د کمولو لړۍ پیل کړي.
ملګري ملتونه وايي غواړي تر ۲۰۵۰ کال پورې د ډبرو سکرو له بټیو ګټه اخیستل په بشپړ ډول ودرېږي، د فسیلي سوند توکو کارونه بنده شي او نړۍ صفر ته د کربن د تولید په رسولو هوکړې ته ورسېږي.
د نړۍ ۴۰ سلنه ګلتوني ګازونه امریکا او چین تولیدوي.