تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افریقا زولو سلطنت؛ د پاچا دریمه ښځه نایب السلطنت شوه
په سویلي افریقا کې زولو شاهي کورنۍ د پاچا ګوډوېل زوېليتیني تر مړېنې وروسته د نوي پاچا تر مالومېدو پورې د هغه درېمه مېرمن نایب السلطنت ټاکلې ده.
ملکې مانتفومبي مادلامیني زولو ته په ۱۹۷۷ کال له پاچا زوېلیتیني سره تر واده وروسته د "سترې مېرمن" مقام ورکړ شوی و.
د نایب السلطنه په توګه د هغې ټاکل کېدو دا انګېرنې پیدا کړې چې د همدې ښځې یو زوی به د زولو د ۱۱ میلیوني وګړو د هېواد راتلونکی پاچا وټاکل شي.
۷۲ کلن پاچا شکر درلود او ویل کېږي د مارچ پر ۱۲مه روغتون کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اړوند ستونزو له کبله مړ شو.
هغه د زولو سلطنت په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مودې لپاره پر تخت تېر کړل او نږدې ۵۰ کاله یې تاج پر سر و.
ګوډوېل زوېلیتیني شپږ ښځې او لږ تر لږه ۲۶ ماشومان درلودل.
ملکه مادلامیني زولو د زوېلیتیني د وکیلانو او د شاهي کورنۍ د ۲۰۰ غړو د مشورتي ناستې او بحثونو پایله کې نایب السلطنه وټاکل شوه.
د مړ شوي پاچا دودیز لومړي وزیر مانګوسوتو بوتېلېزي وايي هغه د پاچا زوېلیتیني د وصیت او غوښتنو له مخې ټاکل شوې ده.
ښاغلی بوتېلېزي وايي شاهي کورنۍ ته د ویر د مراسمو لپاره درې میاشتې وخت پام کې نیول شوی او تر هغه وروسته به د نوي پاچا په تړاو بحثونه پیل شي.
هغه زیاتوي "د عالیقدر پاچا مړینه لویه ضربه او ضایعه ده او کورنۍ ته یې باید د غم او ویر لپاره وخت ورکړ شي."
پاچا زوېلیتیني د تېرې پنجشنبې پر ورځ په ځانګړو مراسمو کې چې د هغه د شاهي کورنیو محدودو سړیو پکې برخه درلوده خاورو ته وسپارل شو - چې د زولو خلک ورته د "کرلو" ویی کاروي.
د زولو د نایب السلطنه په اړه نور څومره پوهېږو؟
ملکه مادلامیني په بله شاهي کورنۍ کې را لویه شوې او له همدې کبله د پاچا په ښځو له لوړ مقام برخمنه وه.
هغه د اېسواتیني سلطنت چې دمګړۍ افریقا کې یوازنی مطلقه سلطنت دی، د پاچا دریم مسواتي خور ده.
د سویلي افریقا د رسنیو له مخې ملکه مادلامیني زولو پاچا سره له واده اته ماشومان لري چې پنځه یې زامن دی.
د دوی مشر زوی شهزاده مېزوزولو ۴۷ کلن دی او رپوټونه یې د پاچاهۍ لپاره تر ټولو مخکښ کاندید ګڼي.