تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا خپل ځواکونه کموي خو پوځ عصري کوي
بریتانیا غواړي د خپلو عسکرو شمېر ۱۰۰۰۰ راکم کړي او د روباټونو او ډرون الوتکو کارولو او سایبري جګړې ته ځان چمتو کړي.
د بریتانیا د دفاعي چارو بیا ارزونه ښايي د ځینو ټانکونو او الوتکو د کموالي سبب شي- خو حکومت وايي چې د جنګي بېړیو، اوبتلونو او سمندري عسکرو شمېر به ډېر شي.
د عادي پوځ د عسکرو شمېر به ۷۰،۰۰۰ ته راټیټ شي. په وروستیو کلونو کې له وړاندې د دې عسکرو شمېر کم شوی و.
دفاع وزیر بن والاس د یکشنبې پرورځ بي بي سي ته وویل د دفاعي بودیجې د زیاتولو په اړه به پریکړې وکړي. خو حکومت مخالف کارګر ګوند وویل د بریتانیا پر وړاندې د خطرونو د زیاتېدو سره سره حکومت د عسکرو شمېر کموي.
لومړي وزیر باریس جانسن وویل په وسله والو ځواکونو کې دا بدلونونه به د بریتانیا د متحدینو په نظر کې د دې ځواکونو ارزښت لا لوړ کړي او د هېواد د دښمنانو پروړاندې به دفاع پیاوړې کړي.
د ۲۰۲۱ په جنورۍ کې د بریتانیا په عادي پوځ کې ۸۰،۰۰۰ عسکر وو، پداسې حال کې چې د ۲۰۱۵ په اکتوبرکې داشمېره ۸۶،۰۸۰ وه.
پوځي بیارغونه کې به سمندري ځواکونه پ یو نوي کمانډويي ځواک بدل شي، چې د ځانګړو ځواکونو زیاتره دودیزې دندې به ترسره کوي.
په راتلونکو لسو کلونوکې به پر دغو ځواکونو باندې څه باندې ۲۰۰ میلیونه پونډه نوې پېسې ولګول شي چې سمندري امنیتي عملیات ترسره کړای شي او د دښمنو فعالیتونو دفاع او مخنیوی وکړي.
چارواکي وايي د یو لا فعاله پوځ د جوړولو لپاره ستر بدلونونه پکار دي.
د دې بیا کتنې په لړ کې حکومت د هېواد د اټومي ګولیو/ کوپړیو شمېر هم له ۱۸۰ څخه ۲۶۰ ته لوړوي.
له سړې جګړې وروسته ترټولو ستره بیا کتنه
حکومت وايي دا د سړې جګړې د پای راهیسې د وسله والو ځواکونو ترټولو ستره بیا کتنه او پانګونه ده.
د جګړې په نویو ډګرونو لکه فضا او ساېبري ډګر کې جګړو او د روباټونو او ډرون الوتکو کارولو لپاره به نورې اضافي پیسې ولګول شي.
دفاع وزارت وايي عسکر به ترپخوا لا په ښو وسایلو سمبال وي، خو شمېر به یې کم وي.
د عادي پوځ کمول به ښايي متحدین لکه امریکا اندیښمن کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع پخواني وزیر لیون پانېتا بي بي سي ته وویل: "که زما په لاس واي، ښايي د بریتانیا د ځواکونو کچه به مې په اوسنۍ کچه پرېښی وای."
په نظر کې دي چې عسکر به د اسلامي افراطیت او افریقا کې د روسیې او چین د نفوذ د مخنیوي لپاره لېږل کېږي.
د بریتانیا سمندري ځواک به د هند او ارام سمندر سیمې ته نوې الوتک وړونکې بېړۍ استوي، د زړو جنګي بېړیو پرځای به نورې بېړۍ وراستوي.
د بریتانیا هوايي ځواک ښايي لږ اېف- ۳۵ جټ جنګي الوتکې ولري، خو نوې جنګي الوتکې به هم جوړېږي.
خو دا به ټول په دې پورې تړلې وي چې دفاع وزارت پرخپل وخت او د بودیجې په چوکاټ کې کارونه ترسره کړي - په تېر وخت کې اکثرا په دې برخه کې پاتې راغلی.
نوي پلانونه څه دي؟
د حکومت د قومندې په اسنادو کې به د نویو ظرفیتونو لکه برېښنايي جګړې او ډرون الوتکو په اړه پلانونه په ډاګه شي.
د هېواد سایبري ځواک به پراخېږي او یوه نوې فضايي قومنداني به جوړه شي چې د بریتانیا د پوځي او تجارتي فضايي عملیاتو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.
دفاع وزیر بن والاس وویل: "په عراق کې د داعش ترهګرو له ځپلو نیولې بیا د نېشه یی توکو د لېږد تر ګډوډولو او بالتیک سیمه کې د د روسي تېري تر مخنیوي پورې، زموږ وسله وال ځواکونه هغو ځایونوته رسېدای شي چې اوس ورته نشي رسېدلای."
هغه زیاته کړه چې د نړۍ په یوه پراخه برخه کې به موږ پرلپسې ډول عملیات کوو ، د خپلو رقیبانو مخه به نیسو او خپلو ملګرو ته داډ ور کوو، او که اړتیا وي خپلو متحدینو سره به یوځای جنګېږو.
لومړي وزیر باریس جانسن وویل، حکومت وسله والو ځواکونو ته وسایل ورکوي چې په ټوله نړۍ کې لا نور هم اغېزناک شي.
"موږ جګړې نه غواړو، موږ غواړو د جګړو مخه ونیسو او غواړو چې په نړۍ کې خپلو ملکرو سره شراکت کې ګټور اوسو او سوله وساتو."
د لومړي وزیر د دفتر یو ویاند وویل، لومړي وزیر د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ ته هم ډاډ ورکړ چې د دفاعي بودیجې زیاتوالی به د هېواد د ناخالص ملي تولید ۲.۲ سلنې ته ورسېږي- چې دا د ناټو له ټاکل شوې کچې لوړه ده.
د کارګر ګوند مخالفت
د حکومت د مخالف کارګر ګوند د دفاعي چارو مسول، جان هېلي، وویل وزیرانو څو اونۍ پردې تېرې کړې چې خپلې اصلي موخې پټې کړي.
هغه زیاته کړه، د بریتانیا پروړاندې ګواښونه په زیاتېدو دي خو د محافظه کار ګوند وزیران بیا د عسکرو شمېر کموي.
ښاغلي هېلي په خبره، د پوځ لانور کمول به د خواکونو وړتیا په جدي ډول محدوده کړي.