کورونا واکسين: د روغتيا پالانو اندېښنې

د ویډیو تشریح، کورونا واکسين: د روغتيا پالانو اندېښنې
د خپرېدو وخت

په بریتانیا کې څه باندې یو میلیون روغتیاپالانو د کورونا وبا واکسین کړی دی خو لا هم لسګونه زره خلک شته چې نه یې دی ترلاسه کړی.

په لندن کې، څه باندې شل سلنه روغتیايي کارکوونکي لا هم د واکسین لومړي ډوز ته په تمه دي خو د انګلنډ په نورو برخو کې بیا خبره داسې نه ده.

اوس حکومت پر دې غور کوي چې د روغتیا په برخه کې کارکوونکو ته د کورونا وبا واکسین جبري کړي او که نه.