د لوکس هوټل صفا کاره څنګه د هوټل څښتنه شوه

د ویډیو تشریح، د لوکس هوټل صفا کاره څنګه د هوټل څښتنه شوه
د خپرېدو وخت

سواداو نیانګ په امریکا کې د یوه مشهور هوټل صفا کاره وه، خو ورو ورو یې د زدکړې ترڅنګ په کار ځان پوه کړ او اوس د یوه لوکس هوټل څښتنه ده. څو کاله وروسته هغه خپل هېواد سنیګال ته ستنه شوه او خپل لوکس هوټل یې پرانیست چې ۸۰ سلنه کارمنانې یې ښځې دي. اوس غواړي د افریقا او نړۍ په کچه هوټل داري ولري.