د وړیو اوبدلو دودیز صنعت

د ویډیو تشریح، د وړیو اوبدلو صنعت
د خپرېدو وخت

د وړیو اوبدلو صنعت افغانستان کې اوږده مخینه لري خو کلیوالو سیمو کې د جګړو زياتوالي سره دغه صنعت ښارونو ته تللی او ګڼ شمېر مېرمنې په کې اوس د غالیو او ګیلمو کارخونو لپاره تارونه جوړوي.

سلګونه مېرمنې چې د بلخ نورو ولسواليو، فاریاب، سرپول او جوزجان ولایتونو کې د جګړو له امله مزارشریف ته کډه شوې، اوس هغو کارخونو لپاره په کمو پیسو تارونه جوړوي چې په دې وروستیو کې یې د پلور بازار سوړ شوی دی.

د مزارشریف ډېرو کمپونو کې بې ځایه شوې مېرمنې وايي د تارونو جوړولو له لارې په اوونۍ کې یوازې پنځوس افغانۍ ګټي، خو دا چې د ګټې وټې نورې لارې نشته بیا هم له دغه کاره خوښې دي. نجيب پاڅون يې نور حال راکوي.