تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پنجشنبې په ورځ د کانګرس د امنیتي حریم احتمالي ماتولو په اړه خبرداری
پولیس وايي د امریکا قانون جوړوونکو کانګرس ودانۍ کې د پنجشنبې ورځې پلان شوې ناسته د یوې ملېشې له اړخه د "احتمالي ګواښونو" له کبله لغوه کړې او د کانګرس ودانۍ شاوخوا کې امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.
د کانګرس د ساتلو مسئول پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې یوه ملېشه ښايي نن د کانګرس امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
دا پرېکړه داسې مهال شوې چې سنا جرګې غوښتل له کورونا وبا سره د ولسمشر جو بایډن د ۱٫۹ ټریلیون ډالرو د ټولګې په تړاو بحث وکړي.
د کانګرس امنیت ساتونکي پولیس وايي: "زموږ ادارې له سیمه ییزو بنسټونو، ایالتي او فدرالي همکارانو سره کار پیل کړی چې د کانګرس پر وړاندې د هر ډول خطر مخه ونیسو. موږ دا امنیتي معلومات جدي ګڼو".
پولیس وايي "ددغو معلوماتو د حساسوالي له کبله نور جزییات نه شي ورکولی".
د امنیتي ګواښونو له کبله ګانګرس کې د پلان شوې ناستې د لغوه کېدو پرېکړه تر هغې دوه میاشتې وروسته شوې چې د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ قهرېدلو پلویانو د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ چپاو وروړ. په هغه ورځ د کانګرس غړو په ټاکنو کې د جو بایډن د بریا د تایید په تړاو غونډه لرله.
د دې ورځې په پېښه کې یو پولیس له ټپونو ومړ او یو بریدګر د پولیسو په ډزو ووژل شو. درې تنه نور هم ووژل شول.
وروسته د کانګرس د پولیسو مشر استعفا وکړه.
د امریکا د عدلیې وزارت تر اوسه پر کانګرس د چپاو وړونکو کسانو له ډلې څه باندې ۳۰۰ تنه تورن پېژندلي.
په دې بهیر کې د (لوړې ساتونکي) ډلې په څېر د ښي اړخو ملېشو غړي نیول شوي دي.
د جنورۍ د شپږمې پېښه د ډونلډ ټرمپ د دویمې استیضاح لامل شوه.