د يوه کډوال کيسه چې د کلونو وړاندې مساپرۍ کور يې پېرلی او له نړېدو ژغورلی
د خپرېدو وخت
سکدیپ سینګ ۱۷ کلن و چې دهند له پنجابه اروپا ته د نوي ژوند په هیله کډوال شو. د خپل ژوند ۶ کلونه یې په داسې یو کور کې تېر کړل چې د ده په څېر نور تنکي ځوانان هم په کې اوسېدل.
هغه شپې ورځې یې ورته داسې يادونه وو، چې له امله یې اوس هغه کور پېرلی او غواړي له ويجاړولو یې وژغوري.
له رغولو وروسته به لږترلږه څلور اپارتمانونه د پناه غوښتونکو کورنیو ته ځانګړي وي.