کیم کارداشیان 'د طلاق غوښتنه کړې'

کیم کارداشیان او کانیه وسټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کیم کارداشیان او کانیه وسټ
د خپرېدو وخت

امریکايي رسنۍ وايي، مشهورې فلمي ستورې کیم کارداشیان له رپ امریکايي سندرغاړي کانیه وسټ‌ نه د طلاق اخیستو رسمي غوښتنه ثبت کړې ده. دواړه له ۲۰۱۴ کال راهیسې ګډ ژوند کوي چې څلور بچیان هم لري.

دا خبر ټي اېم زي وېبپاڼې خپور کړی چې د کارداشیان خبرونه خپروي. څو میاشتې کېږي چې رسنۍ ددغې جوړې ترمنځ د اختلاف رامنځ ته کېدو په اړه خبرونه خپروي.

په خبرونو کې ویل شوي چې کیم کارداشیان د خپلو بچیانو د بشپړې سرپرستۍ ترلاسه کولو غوښتنه هم له محکمې کړې ده، خو هېڅ کوم یوه تر اوسه په رسمي ‌ډول خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې.

فوربېز مجلې د کیم کارداشیان شتمني شاوخوا ۷۸۰ میلیون ډالره اټکل کړې ده.‌

کانیه ویسټ تېر کال د امریکا ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړی و.

دواړو په ۲۰۱۴ کال له واده مخکې له یو بل سره پېژندل.‌

د دواړو لومړنۍ لور نارټ په ۲۰۱۳ کال زیږېدلې وه.‌

دواړو په په ۲۰۱۴ کال په ایټالیا کې واده وکړ او یو کال وروسته یې زوی وشو چې نوم یې پرې سینټ کېښود.

دوه میاشتې مخکې هم د دواړو د بېلتون په اړه خبرونه خپاره شوي وو.