"ولسمشر د محصلینو پر وړاندې"

د ویډیو تشریح، ولسمشر د محصلینو مقابل کې: د ترکیې وتلی پوهنتون د اردوغان د نفوذ مقابل کې
د خپرېدو وخت

د استانبول بغازیچي پوهنتون په ترکیه کې یو له وتلو ښوونیزو ادارو دی، چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا یې د ټاکل شوي نوي رییس پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. د اردوغان لخوا دغه ټاکل شوی رییس د واکمن ګوند اې‌کې‌پي سره تړاو لري. د پوهنتون محصلین له دې امله لاریون کوي چې دوی فکر کوي ښاغلی اردوغان غواړي په ترکیه کې پر ښوونیزو او علمي بنسټونو هم خپل کنټرول ولري.