د خوړو غورځولو مخنيوی څنګه شونی دی
د خپرېدو وخت
جنوبي افريقا کې د شمېرو له مخې هر کال ۱۲ میليونه ټنه خواړه غورځول کېږي. همدا يو داسې هېواد کې کېږي، چې يو پر څلورو وګړي يې وږي ويدېږي.
هلته د قانون کومه داسې څه لار نه شته، چې له ضايع کېدونکو خوړو سره دې څه وشي، نو د خوړو ځنځيري پلورنځي يې که وغواړي هر يو يې په اړه خپلې تګلارې ټاکي. نو دېر کله يې د خوراک وړ ټنونه خواړه غورځول کېږي.
يو ځايي پروګرام بيا داسې لارې چارې راګوري، د دې پر ځای چې خواړه، د خځلو کومې ټوکرۍ ته وغورځول شي، د خلکو خوراکي کابونو ته لار ومومي.