تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سویلي افریقا پوځ پر مسلمانو ښځینه پوځیانو د حجاب بندیز لېرې کړ
د سویلي افریقا پوځ مسلمانو پوځي ښځو ته له خپل یونیفورم سره د حجاب یا ټیکري کارولو اجازې لپاره پالیسۍ کې بدلون راوستی.
دا بدلون د جګړن فاطمه اسحق لپاره یوه بریا بلل کېږي چې تر خپلې پوځي خولۍ لاندې یې د مذهبي حق په توګه د ټیکري پر سرولو لپاره درې کاله قانوني مبارزه وکړه.
بدلون له هغه وروسته ومنل شو چې پوځ د اغلې اسحق پر ضد د ټيکري پر سرولو له کبله لګول شوی رسمي تور بېرته واخیست.
پر نوموړي د ټيکري نه لېرې کولو له کبله له 'یوه قانوني امره د سر غړونې ' رسمي تور پورې شوی و.
جګړن فاطمه اسحق چې د پوځي روغتون طبي فارنزیک څانګه کې د پیتالوجیست په حیث دنده تر سره کوي، کیپ ټایمز ته وویل دا نه یوازې د دې لپاره یوه بریا ده، بلکې په وینا د هغو ټولو بریا ده چې د خپلې مذهبي عقیدې له کبله 'په پټه خوله ښکار شوې '.
نوموړې زیاته کړه:
''موږ په یوه ولسواک هېواد کې اوسو او د دې مانا دا ده چې د مذهبي عقایدو پر بنسټ باید هېڅ ډول تبعیض و نه شي. زه په دې باور یم چې مذهب د یوه هېواد مورال لپاره بنسټ دی. ''
نوموړې د قانوني سرچینو مرکز 'ایل ار سي ' مننه هم کړې چې له ۲۰۱۹ راهیسې یې د دې قضیې کې قانوني مرسته کړې.
پروسږ کال پوځ پر جګړن فاطمه لګېدلي تورونه بېرته واخیستل او هوکړه یې وکړه چې نوموړې داسې ټیکری پرسرولای شي چې غوږونه یې باید پکې کلک نغښتي نه وي، رنګ یې ساده وي، خو رسماً د یونیفورم بڼه بدله نه شوه.
له هغه وروسته ایل ار سي د مساواتو په محکمه کې عریضه وکړه او ادعا یې وکړه چې د سویلي افریقا پوځ 'ایس اې این ډي ایف ' یونیفورم کوډ له اساسي قانون سره برابر نه دی.
اوس د ایل ار سي مرکز له لوري په یوه ټویټر پیغام کې راغلي:
''له هغه وروسته د بحثونو پایله کې دفاع ځواکونو د دې لپاره خپل مذهبي یونیفورم کوډ کې بدلون راوست چې مسلمانې ښځې له خپل یونیفورم سره د حجاب اجازه ولري. موږ له دې کبله دغه موضوع نوره نه تعقیبوو چې د ایس اې این ډي ایف پالیسۍ کې نور له مسلمانو سره پوځ کې هېڅ تبعیض نه شته. ''
په ۱۹۹۴ کال کې په سویلي افریقا کې د سپین پوستي لږکۍ له واکمنۍ پای ته رسېدو وروسته دغه هېواد په ټوله نړۍ کې یو له خورا ډېرو ازادو اساسي قانونو طرح او خپل کړ.