ووهان کې څېړنه: د روغتيا نړيوال سازمان پلټنې پيل کړې

د ویډیو تشریح، ووهان کې څېړنه: د روغتيا نړيوال سازمان پلټنې پيل کړې
د خپرېدو وخت

د روغتيا نړيوال سازمان يوه ډله، چې کورونا ويروس ريښو سپړلو او روښانونولو لپاره ووهان کې دي، اوس له کرنتين او ځانونو ګوښي کولو وتلي دي.

د ناروغۍ دا ۱۳ تنه ځانګړي کارپوهان له هغه هوتله وتلي، چې له خپلو چيناييو سيالانو سره يې د ويډيو له لارې په خبرو په کې دووې اوونۍ تېرې کړې دي. تمه ده، دوی د څېړنيزو انسټيټيوټونو، روغتونونو او هغه بازاره هم خلکو سره مرکې وکړي، چې د دې ناروغۍ لومړي ځل خپرېدا سره تړلی بلل کېږي. دا څېړنه د ډبيلو اېچ او، يا د روغتيا نړيوال سازمان او بېجينګ ترمنځ له مياشتو خبرو وروسته کېږي، او پر هغو بېلګو ولاړه ده، چې چيناييو چارواکو وړاندې کړې دي.