امريکا کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۲۵ ميليونو واوښت

د عکس سرچینه، EPA
په امریکا کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر له ۲۵ ميليونو اوښتی دی. کارپوهان وايي کېدی شي اصلې شمېرې تر دې هم لوړې وي.
په دغه هېواد کې د کورونا وېروس تر دې مهاله د نژدې ۴۱۸ زرو کسانو ژوند اخيستی او په وروستيو څو اوونيو کې د ورځنۍ مړينې شمېر هم له څلور زرو اوښتی دی.
د امریکا نوي ولسمشر جوبايډن له لوړې وروسته، د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه د واکسينو پروسې او ازموينو لا چټکولو تر څنګ د نويو ګامونو اخيستلو پرېکړه وکړه.
نوموړي امريکايکانو ته د ماسک کارولو سپارښتنې تر څنګ خبرداری ورکړ چې د مړينې شمېر کېدی شي له دې هم ډېر شي.
ښاغلي بايډن ژمنه وکړه چې د ولسمشرۍ په لومړيو څو ورځو کې به لږ ترلږه سل ميليونه خلک واکسين شي خو دا په داسې حال کې ده چې په رسنيو کې د واکسینو د کمښت خبرونه ورکړل شوي دي.
د دغه هېواد په ډېری برخو کې په ځانګړې توګه په کليفورنيا کې روغتونونه د کوويډ ۱۹ ناروغانو د شمېر له زياتوالي سره مخ دي.
د وروستيو شمېرو له مخې په تېرو څو مياشتو کې په امريکا کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر زيات شوی دی. روانه مياشت په ريکارډ کچه خلکو د دغه وېروس له امله روغتونونو ته مراجعه کړې وه خو ويل کېږي اوس ورځنۍ پېښې مخ په راکمېدو دي.

د عکس سرچینه، Reuters
بريتانيا کې د کورونا وېروس حال
په بريتانيا کې د کورونا وېروس د هغې نوې بڼې چې لومړی ځل په سويلي افريقا کې پېژندل شوې، ۷۷ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د بريتانيا د روغتيا وزير مټ هنکاک دغه نوې پېښې بريتانيا ته د مسافرو له راتلو سره تړلې دي او وايي تر جدي څار لاندې دي.
ټاکل شوې بريتانيا کې وزيران سبا دوشنبې غونډه وکړي تر څو په هغو خلکو چې له بهره بريتانيا ته سفر کوي د سختو بنديزونه لګولو په اړه پرېکړه وکړي.
ساينس پوهانو خبرداری ورکړی چې د کورونا وېروس دغه نوې بڼه کېدی شي د اوسنيو واکسينو اغېز زيانمن کړي.
بريتانیا کې د رسمي شمېرو له مخې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د کورونا وېروس ۳۰ زره نوې مثبتې پېښې ثبت شوې چې د ډسمبر له مياشتې تر دې مهاله ټر ټولو ټيټه شمېره بلل کېږي.
د کورونا وبا د پيل راهيسې تر دې مهاله په بريتانيا کې ۹۷ زره خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.






















