د کورونا واکسين د ويش پر سر د ځينو هېوادونو نيوکې

د ویډیو تشریح، د کورونا واکسين د ويش پر سر د ځينو هېوادونو نيوکې
د خپرېدو وخت

ایټالیا د واکسین تولیدونکي، فایزربایونټیک او اسټرازېنېکا، وروسته له هغه له قراردادونو په جدي سرغړونې تورن کړي دي، چې دغو کمپنیو وویل هغومره واکسین ایټالیا ته نه شي لېږدولی چې هوکړه پرې شوې وه.

لومړي وزیر جوزېپې کانتې وېلې د واکسین لېږد کې ځنډ ورته د منلو نه دی. دواړه کمپنۍ د واکسین تولید کې له ستونزو سره مخ دي او اړ شوي د واکسین د تولید کچه راټیټه کړي.