د وبا کليزه او د ووهان کيسه
د خپرېدو وخت
يوه کال مخکې همدا ورځې شپې وې چې د چين ووهان کې د کورونا وبا له امله ښاربنديز پلی شو، او نړۍ کې لومړۍ ښار و، چې داسې حالت سره مخامخېده. د دې ښار او ګاونډيو ولايتونو ښارونو کې نژدې ۶۰ ميليونه وګړي خپلو کورنو کې بند شوي وو. دا د ناروغۍ له امله د يوه لوی بشري کړکېچ لومړۍ ريښتينې نښه وه، چې بيا ټوله نړۍ کې خپرو شو، خو يو کال وروسته بيا چين اوس چين، ووهان، د ناورين نه، د يوې لویې سوبې په څېر بولي.