ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ پرېښوده؛ جو بایډن لوړه وکړه

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل ځایناستي جو بایډن د لوړې له مراسمو وړاندې سپینه مانۍ پرېښوده او فلورېډا ایالت ته ولاړ. نوموړی به د خپل ځایناستي د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي.

جو بایډن د چارشنبې پر ماښام د امریکا ۴۶ م ولسمشر په توګه لوړه وکړه، چې د تاو تریخوالي احتمالي خطر ته په پام سره په پلازمېنه واشنګټن 'ډي سي' کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو.

د امریکا ملي ګارد له ۲۰ زرو ډېر سرتېري د امنیت خوندیتوب لپاره ځای پر ځای شوي وو.

ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وروستۍ کاري ورځې له تېرولو وروسته په مارین وان نومي چورلکه کې له خپلې مېرمن سره یو ځای له سپینې ماڼۍ وورت. په اندریو اډې کې د یوې لنډې وینا پر مهال ښاغلي ټرمپ وویل:

"په یو ډول به بېرته راستنېږو. د لیدو په هیله. ښه ژوند ولرئ، ژر به بیا سره ووینو ".

له وروستیو پېښو سره سره د مخې ښې په دې لنډه وینا کې ښاغلی ټرمپ پر څېره د نارامۍ څرک نه لیدل کېده. نوموړي هلته ولاړو کسانو ته وویل: ''تاسې فوق العاده یاست. ''

له دې مخکې ښاغلي ټرمپ د خپلې وروستۍ کاري ورځې په مناسبت د مخې ښې پیغام خپور کړی او نوي حکومت ته یې پکې د بریا هیله څرګنده کړې ده.

دغه راز ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ مودې له پای ته رسېدو څو ساعته مخکې ۷۳ کسانو ته عفوه اعلان کړې ده.

دې کسانو کې د ښاغلي ټرمپ مخکینی سلاکار سټېو بنن هم شامل دی، چې له مسکیکو سره د دېوال درولو پروژه کې پر ټګي برګي او پیسو سپینولو تورن و، خو محاکمه شوی نه دی.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وروستۍ ورځې اوږدو کې له امریکایاتو غوښتي چې نوي حکومت ته دعا وکړي، خو د جوبایډن نوم یې نه دی اخیستی.

له سپینې ماڼۍ تر روانېدو مخکې په یوټیوب کې د ویډیو خپرولو سره ښاغلی ټرمپ وویل، هغه څه یې وکړل چې کولو ته یې ولسمشر شوی و:

"ډېر زیات کارونه مې وکړل، ما ستونزمنې او خورا سختې جګړې پیل کړې، ځکه زه د دې لپاره ټاکل شوی وم."

ښاغلي ټرمپ د ټاکنو له تر سره کېدو راهیسې هېڅکله ماتې نه ده منلې او ښاعلي بایډن ته یې د بریا مبارکي نه ده ورکړې.

نوموړي د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه د خپل حکومت ځینې هڅې داسې وبللې چې پخوا بل حکومت نه وې کړې، لکه "له چین سره مخ په مخ کېدل" او منځني ختیځ کې د سولې ځینې تړونونه.

د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ وروستي کال کې د متحده عربي اماراتو او بحرین په ګډون څو عرب هېوادونو له اسراییل سره د سولې تړون وکړ.

د نوموړي پر وروستي کال امریکا له طالبانو سره د سولې تړون وکړ او له بل هر وخت یې افغانستان کې ځواکونه کم شوي دي.

ولسمشر ټرمپ خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د داعش خلافت یې له منځه یووړ. نوموړي زیاته کړه: "موږ د ایران ځپونکي رژیم مقابل کې ودرېدو او د نړۍ مهم ترهګر، ایرانی قصاب قاسم سلیماني مو وواژه."

ولسمشر ټرمپ د امریکا کانګرس کې د جنورۍ پر ۶ بلوا هم یاده کړه: "ټول امریکایان دې بلوا هیښ کړل... دا هیڅکله هم د زغملو نه دی. "

پر کانګرس د بلوا لامل هم د نوموړي هغه وینا بلل کېږي چې تر دې پېښې مخکې یې د سپینې ماڼۍ مخ ته خپلو پلویانو ته وکړه.

سنا جرګه کې د جمهوریپالو مشر مچ مکانل وايي، د ولسمشر ټرمپ په پارولو سره دا پېښه وشوه.

ښاغلی مکانل- چې د جنورۍ پر ۲۰ د سنا جرګې مشري ډیموکراټ سیال ته پرېږدي - وویل، "بدماشانو ته درواغ ویل شوي وو. ولسمشر او نورو ځواکمنو کسانو پارولي وو."

چک شومر چې د سنا جرګې مشر کېږي د سې شنبې په ورځ وویل، ډونلډ ټرمپ که واکمن وي یا بې واکه د اساسي قانون لپاره ګواښ دی.

دوه ځلې استیضاح

ښاغلی ټرمپ له دې بلوا وروسته استیضاح کېږي او هغه هم په داسې مهال چې یو ځل مخکې هم استیضاح شوی و.

چک شومر وايي، که ولسمشر محاکمه کې استیضاح شي، نو مشرانو جرګه یا سنا کې به ګناګار وبلل شي او ولسمشرۍ ته د بیا کاندیدیدو د مخنیوي لپاره به رایې ته وړاندې شي.

ښاغلی شومر نن له سناتور مکانل د سنا مشري اخلي او دا په جورجیا کې د ډیموکراټانو له خوا د دوو څوکیو تر ګټلو وروسته کېږي.

که څه هم د سنا سل څوکۍ اوس د دواړو ډلو ترمنځ مساوي دي، خو مرستیال ولسمشره کماله هریس حق لري چې اکثریت ډیموکراټانو ته وسپاري.

ولسمشر ټرمپ د نومبر د دریمې ټاکنو کې خپله ماتې او د جو بایډن بریا نه ده منلې او دې وروستي پیغام کې یې هم د بایډن له یادولو پرته ویلي، چې نن نوی حکومت پیلېږي.