منصور احمد خان: پاکستان له طالبانو غوښتي چې سیاسي حل لارې موندنې ته دوام ورکړي
د خپرېدو وخت
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وايي هېواد یې د افغان سولې مذاکراتو کې رغنده او اسانچاری رول لوبولی دی. دغه جګپوړي پاکستاني ډیپلوماټ بي بي سي سره په ځانکړی مرکه کې ویلي، اسلام اباد هیله لري چې د دوحې روانو خبرو کې پرمختګ وشي او پایله کې یې ټول شموله سیاسي هوکړه ترلاسه شي.
منصور خان وايي هېواد یې په افغانستان کې له ټولو اړخونو سره اړیکه کې دی او د طالبانو له مذاکره کوونکي ټیم څخه چې په وروستیو کې یې پاکستان ته سفر کړی و- غوښتي چې یوې سیاسي حل لارې د موندنې سیاسي هلو ځلو ته دوام وکړي او د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هڅه وکړي. په کابل کې مو همکار خلیل نوري له ښاغلي منصور احمد خان سره مرکه کړې چې پښتو بڼه یې په ګډه اورو.