د ټرمپ هغه ملاتړې نیول شوې چې 'د پیلوسي معلومات یې غلا او پر روسانو پلورل'

د خپرېدو وخت

د ډونلډ ټرمپ یوه ملاتړې نیول شوې، چې شک پرې کېږي پر کانګرس ودانۍ د برید پرمهال یې د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پیلوسي له دفتره یو لپ ټاپ یا هارډ ډېسک غلا کړی دی.

۲۲ کلنه رایلي جان ویلیمز پنسلوانیا ایالت کې نیول شوې ده.

د هغې یوه پخواني ملګري په یوه لیک کې ویلي، ویلیمز غوښتل غلا کړي معلومات پر روسانو وپلوري.

پولیس وايي، اغلې ویلیمز د دوشنبې په ورځ نیول شوې ده، یوې سرچینې سي بي ایس نیوز شبکې ته ویلي، ویلیمز خپله ځان پولیسو ته سپارلی دی.

ټرمپ: د کورونا محدودیتونه لغوه کېږي، بایډن: نه لغوه کېږي

د امریکا ټاکلی ولسمشر جو بایډن- چې له ۴۸ ګړیو کم وخت کې سپینې ماڼۍ ته ځي ـ له بریتانیا، اروپا او برازیل د مساپرتي محدویتونو لرې کول نه غواړي، خو ولسمشر ټرمپ پرون امر وکړ چې دا محدودیتونه د جنورۍ پر ۲۶ لرې شي.

د دې محدودیتونو لرې کولو لپاره د ښاغلي ټرمپ پرېکړه د سپینې ماڼۍ له بلې پرېکړې اغېزمنېدلی شي، چې د جنورۍ له ۲۶ امریکا ته د تلونکو ټولو مساپرو د کورونا ټېسټ یې اجباري کړی دی.

د نوموړي دا فرمان د جنورۍ پر ۲۶ او د جو بایډن د حکومت له پیلېدو ۶ ورځې وروسته پلی کېږي.

په دا مهال د جو بایډن ویاندې جن ساکي د دوشنبې په ورځ ټوېټر کې ولیکل، "ټاکلی حکومت په دې نظر دی چې اوس امریکا ته د مساپري محدودیتونو لغوه کول مناسب نه دي."

د مېرمن ساکي ټوېټ د ولسمشر ټرمپ د اجرايي فرمان له خبر لږ وروسته خپور شو.

مساپرتي محدودیتونه د کورونا وېروس پیلېدو سره تېر کال په جنورۍ او مارچ کې اول له چین او بیا اروپا پیل شول.

له هغه څو میاشتې وروسته او تېره مۍ میاشت کې امریکا ته له برازیل هم پر سفر محدودیت ولګېد.

مېرمن ساکي ټینګار کوي: "د دې وېروس د پراختیا د مخنیوي لپاره په حقیقت کې موږ د نړیوالو سفري محدودیتونو پر سختولو پسې یو."

نوموړې چې تر دوو ورځو د سپینې ماڼۍ ویانده کېږي په ټوېټر کې لیکي: د دې وېروس نوي ډول ته په پام چې ژر خپرېږي، اوس د نړیوالو سفري محدودیتونو لرې کول مناسب نه دي.

تېره اونۍ د امریکا د ناروغیو کنټرول مرکز وویل، د کورونا د نوي ډول د خپرېدو مخنیوي لپاره د جنورۍ له ۲۶ امریکا ته تلونکي ټول مساپر باید الوتکې ته تر ختلو مخکې د کورونا منفي ټېسټ نتیجه ولري.

امریکا نړۍ کې تر بل هر هېواد له کورونا ډېره اغېزمنه شوې ده.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې وايي، چې امریکا کې تر ۲۳ میلیونو ډېر خلک کورونا نیولي او تر درې لکه ۸۷ زره ډېر امریکایان ترې مړه شوي دي.