کورونا وېروس: نړۍ کې تر دوه میلیونه ډېر کسان مړه شوي
د خپرېدو وخت
امریکا خبردارۍ ورکوي، د کورونا وېروس نوې بڼه چې بریتانیا کې پېدا شوي ښايي تر مارچ میاشت پورې امریکا کې خپره شي. د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي ادارې، په راتلونکو څو اونیو کې د وېروس د دغې بڼې د چټکې خپرېدا خبردارۍ ورکړی. دا خبردارۍ داسې مهال ورکول کېږي چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن ویلي د ولسمشرۍ په لومړیو سلو ورځو کې د نژدې سل میلیونو امریکایانو د واکسینولو پلان لري. په ټوله نړۍ کې اوس له کورونا وایرسه تر دوه میلیونو ډیر کسان مړه شوي دي.