تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاناډا؛ ښځې د مېړه غاړه کې پړی اچولی و چې ګرځبندیز کې چکر ووهي
په کاناډا کې یوه جوړه د پولیسو له خوا ځکه جریمه شول چې د کوویډ ګرځبندیز مقررات یې مات کړي ول او د سیمه ییزو رسنیو په وینا ښځې د خپل مېړه په غاړه کې رسۍ اچولې وه او ګرځېدا ته یې اېستلی و.
ویل کېږي ښځې د کاناډا کوېبېک ولایت شېربرووک ښار کې پولیسو ته ویلي ول چې "خپل سپی یې" له کاله سره نژدې قدم وهلو ته اېستلی.
پر شنبه په دغه ولایت کې د شپې له اتو د سهار تر پنځو بجو ګرځبندیز ولګېد.
د دغو ساعتونو ترمنځ د ګرځېدو په صورت کې له خپل کور سره نژدې سپي ته چکر ورکول د منلو وړ یوازینی دلیل دی.
پولیسو د شنبې پر شپه د ګرځبندیز تر لګېدو لږ وروسته شاوخوا نهه بجې دغه ښځه او مېړه لیدلي ول.
ویل کېږي پولیسو ته یې ویلي چې دوی د حیواناتو له پاره وضع شوی قانون تعقیباوه. د شېربرووک پولیس څانګې یزابېلا ګنډرون یوې سیمه ییزې ورځپاڼې له ترېبیون ته غږېدلې او ویلې یې دي چې جوړې "له پولیسو سره چلند کې هېڅ نرمښت ونه ښوده."
هر یو څه باندې ۱۲۰۰ امریکايي ډالره جریمه شوي.
کوېبېک ولایت کې د شنبې پر شپه تر لګېدلي ګرځبندیز وروسته پولیسو ۷۵۰ جریمه پاڼې هغو ته ورکړي چې له مقرراتو یې سرغړونه کړې ده.
په کاناډا کې کوویډ ۱۹ وروستیو کې ډېر کسان وژلي چې د وبا له پیل یې شمېر نژدې ۶۷۰٬۰۰۰ ته رسېږي.