بریتانیا کې د کورونا ډېرېدو سره د مړو ښخولو لګښت هم ډېر شو

A nurse in ICU in a hospital in Tooting

د عکس سرچینه، PA Media

د خپرېدو وخت

بریتانیا کې له کورونا د مړینې زیاتېدو سره د ناوړه اقتصادي شرایطو له امله ځینې کورنیو ته له کووېډ-۱۹ د مړه شویو خپلوانو خاورو ته د سپارلو لګښت هم زیات شوی دی.

د بریتانیا رسمي شمېرې وايي، تېرو وروستیو ۲۴ ګړیو کې ۱۲۴۳ کسان په دغه هېواد کې له کورونا مړه شوي دي.

بریتانیا کې خصوصي شرکتونه مړي خاورو ته سپاري او ځینې نظرپوښتنې ښيي چې د دې مراسمو لګښت لږ ډېر شوی دی، هغه هم په داسې مهال چې د بریتانیا مختلفو سیمو کې دا بیې توپیر لري.

دا لګښت په داسې مهال زیاتېږي چې تېرو ۷۵ کلونو کې دغه هېواد کې اول ځل مړینه ډېره شوې ده.

د کورونا وبا د دې لامل شوه چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د یوه کال په ترڅ کې تر هغه شمېر بېخي ډېر کسان مړه شي چې فکر کېده.

په برتانیا کې نژدې ۶۹۷٬۰۰۰ کسان مړه شول چې د تېرو پنځو کلونو پرتله تر منځني شمېر شاوخوا ۹۱٬۰۰۰ ډېر دی.

دا ۱۵ سلنه ډېروالی ښيي چې په تېرو ۷۵ کلونو کې په کلنیو مړینو کې تر ټولو ‌ډېر لوړ شمېر دی.

کله چې د نفوس عمر او اندازه په پام کې ونیول شي، ۲۰۲۰ کال له ۲۰۰۰مو کلونو راهیسې تر ټولو دېرې مړینې ولیدلي.

ماریا ریکو او لور یې انابیل شرما دواړې روغتون ته په یوه ورځ یووړل شوې

د عکس سرچینه، Anabel Sharma

د عکس تشریح، ماریا ریکو او لور یې انابیل شرما دواړې روغتون ته په یوه ورځ یووړل شوې

دا کار چې د عمر پر بنسټ معیاري کړې مړینې نومېږي د نفوس وده او عمر په پام کې نیسي.

ځینې کارپوهان وايي سر له دې چې ګرانه ده وویل کومې ستونزې د دې لامل شوې، خو په وباو کې ځینې تېروتنې د مړینو لامل کېږي او په برتانیا کې ټولبندیز ناوخته پیل شو.

برتانیا کې ډېرو خلکو خپل عزیزان له لاسه ورکړل چې ځینې کیسې ډېرې خواشینوونکي دي.

په کوویډ-۱۹ اخته یوې ښځې له هغې وروسته چې خپلې مور یې د همدې ناروغۍ له امله د هغې د سترګو پر وړاندې په روغتون کې ساه ورکړه، له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه روغتیايي لارښوونې تعقیب کړي.

۷۶ کلنه ماریا ریکو د لستر شیر اوسېدونکې ده، د دې لپاره چې د وروستي ځل لپاره له خپلو دوو لوڼو سره خبرې وکړي، د اکیسجن ماسک یې له خولې لرې کړ، که څه هم پوهېده چې په دغه کار سره یې ژوند نور هم په چټکۍ پای ته رسېږي.

کورونا وېروس لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال وروستیو کې د چین ووهان کې کشف شو، چې هغه مهال ویل کېدل د دغه ښار له یوه بازاره خپور شوی دی.

خو څومره خلک چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې لکه امریکا، برازیل او هند مړه شول پخپله چین کې یې شمېر خورا لږ و.

د ویډیو تشریح، د کورونا وېروس یو کال پوره شو: د یوه کس له مړینې تر ۱٫۹ میلیونه