تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خواله رسنیو کې د اسلام پېغمبر ته د سپکاوي له امله ۳ کسانو ته د مرګ سزا حکم وشو
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت خواله رسنیو کې د اسلام پېغمبر محمد(ص) اړوند سپکوونکو موادو خپرولو له امله د جمعې په ورځ دریو کسانو ته د مرګ سزا او بل کس ته د لس کاله بند سزا واوروله.
د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي راجه جواد عباس پر ۲۰۱۸ کال ریکارډ کړې دوسیې په هکله پرېکړه اورولو کې ناصر احمد سلطاني، عبدالوحید او رانا نعمان ته د مرګ او پوهاند انور ته د لس کاله بند سزا او یو لک روپۍ جرمانه واوروله.
د فدرالي پلټونکې ادارې د دې دوسیې د څارونکې ډلې په خبره، ناصر احمد سلطاني د پنجاب د جنګ ولسوالۍ دی او د پېغمبرۍ دعوه یې کړې وه، خو دوه نور تورن کسان د سند دي او خواله رسنیو کې یې د پېغمپر په هکله سپکوونکې تبصرې کولې.
پوهاند انور د اسلام اباد یوه کالج کې د درس پر مهال د اسلام د پېغمبر په هکله سپکوونکې خبرې کړې او شاهدي هم د نوموړي زدکوونکو ور کړې ده.
چارواکي وايي، دا کسان په بېلابېلو وختونو او جلا ځایونو کې نیول شوي دي. چارواکي وايي، دې دوسیو کې تر څلوېښتو ډېرو کسانو شاهدي ورکړې ده.
محکمې دې دوسیه کې د څلورو فراري تورنو د نیولو دایمي امر کړی دی. دې دوسیه کې یو وکیل حافظ مظهر جاودېد وايي، دوسیه کې اته تورن وو، چې څلور بهر ته تښتېدلي دي.
د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي چې د دې دوسیې پرېکړه کوله، نو تورن کسان هم سختو امنیتي تدبیرونو کې محکمه کې وړاندې شول.
له پرېکړې اورېدو وروسته دغه کسان بېرته اډیاله جېل ته سختو امنیتي تدبیرونو کې واستول شول.
پر ۲۰۱۷ کال د اسلام اباد سترې محکمې غوښتنه وکړه چې په خواله رسنیو کې د اسلام پېغمبر په هکله سپکوونکي مواد خپرېږي، ځکه باید د مسوولو کسانو پرضد قانوني عمل پورته شي.
هغه مهال د اسلام اباد سترې محکمې قاضي شوکت عزیز صدیقي فدرالي څېړنیزې ادارې ته د دې مسلې د پلټلو حکم وکړ.
دا اداره وايي، د ټولو شواهدو له مخې یې د ګڼو کسانو پلټنه وکړه چې څو بلاګر هم پکې و، خو د دې دوسیې سره یې کوم تړاو نه درلود، ځکه یې رپوټ د اسلام اباد ستره محکمه کې ثبت شو.