د روغتیا نړیوال سازمان څېړنډله چین ته له ننوتلو راګرځول شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان یوه ډله، چې ټاکل شوې وه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اصلي سرچینې څېړلو لپاره د چین ووهان ته ولاړه شي، هلته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
د یادې ډلې دوو غړو دغه سفر عملاً پیل کړی او بېرته راګرځول شوي، یو بل غړی پر لاره دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا ستونزه ووهان ته د وېزې د نشتوالي له کبله رامنځ ته شوې ده.
بالاخره بیجینګ په ډیسمبر کې له څو میاشتني ځنډ او د روغتیا له نړیوال سازمان سره تر خبرو او بحث وروسته ومنله چې څېړنډله ووهان ته ولاړه شي.
کورونا وېروس لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال وروستیو کې د چین ووهان کې کشف شو، چې هغه ویل کېدل ددغه ښار له یوه بازاره خپور شوی دی.
بل خوا، د اروپايي ټولنې د درملو اداره د چارشنبې په ورځ په دغه ټولنه کې د کورونا وېروس ضد دویم واکسین پر تصویب خبرې کوي.
دغه ټولنه په دې له نیوکې سره مخ ده چې ویل کېږي د واکسین ارزولو بهیر پکې ورو روان دی.
دې ټولنې دوه اونۍ مخکې د فایزر/بیو اېن ټیک په نوم واکسین کارول په ۲۷ غړو هېوادونو کې تایید کړل.

د عکس سرچینه، Reuters
د اروپايي ټولنې د درملو اداره اوس د امریکا جوړ موډرنا واکسین په تړاو پرېکړه کوي.
د اېف ډي اې چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، موډرنا واکسین خوندي او ۹۴ سلنه اغېزناک دی.
موډرنا شرکت پر ۲۰۱۰ کال جوړ شوی او دا یې لومړنی محصول دی چې اېف ډي اې یې تاییدوي.
د دې شرکت د ونډو ارزښت هم سږ کال ۷۰۰ سلنه پورته شوی دی.
د نړیوال بانک غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال بانک مشر ډیویډ مالپاس وايي شتمن هېوادونه باید کورونا واکسین زیرمه نه کړي، بلکې دغه زیرمې بېوزلو هېوادونو ته د پلور یا وېشلو لپاره ازادې کړي، چې اوس یې خپلو هېوادونو کې کارولی نه شي.
مالپاس واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، نړیوال بانک له شاوخوا سلو بېوزلو هېوادونو سره له نژدې کار کوي، چې د واکسین د رانیولو لپاره ارزانه پور ورته برابر کړي.
د نړیوال بانک مشر ډېوېډ مالپاس په داسې حال پر شتمنو هېوادونو غږ کړی چې تر اوسه د امریکا، روسیې، بریتانیا او جرمني په ګډون څو هېوادونو د کورونا وېروس ضد واکسین جوړول اعلان کړي او د خپلو هېوادونو وګړو ته یې ور کوي.
ښاغلي مالپاس په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل نړیوال بانک د بې وزلو هېوادونو لپاره د واکسین برابرولو پر لارو چارو کار کوي او دا چې شتمن هېوادونه دې یې د زېرمه کولو په ځای بې وزله هېوادونو ته ورکړي.
ښاغلی مالپاس وايي دوی د واکسین لوجستیک او قانوني چارو کې هم مرسته کوي.
نړیوال بانک وار له مخه له کورونا سره د مبارزې لپاره مخ پر وده هېوادونو سره د ۱۶۰ میلیارډ ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده.
نړیوال بانک د نړیوال اقتصاد ارزونې په خپل رپوټ کې- چې کال کې دوه ځلې خپرېږي- په داسې حال کې چې د کورونا ویروس ضد واکسین په پراخه کچه تولیدېږي، په ۲۰۲۱ کال کې د څلور سلنه اقتصادي ودې اټکل کړی.
خو رپوټ د یوې لسیزې مایوسۍ خبرداری ورکوي چې لامل یې اوږد مهال کې د وبا له امله د اقتصادي ودې پڅوالی بولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوال بانک وایي سږ کال اقتصادي بیاځواکمنېدل چې تمه یې لري ښایي پیکه یا کمرنګه وي.
له دې سره سره، که د واکسین تطبیق وځنډېږي، وده به تر هغه پڅه وي چې وړاندوینه یې کړې ده.
نړیوال بانک وايي کورونا وبا به اقتصادي فعالیت او عاید د اوږدې مودې لپاره وځپي.
له دې سره پانګونه او سوداګري سسته شوې او د زدکړې ډګر کې پڅوالي پرمختګ او د مهارتونو وده او د پوهې ترلاسول له خنډ سره مخامخ کړي.
ځینې مخ پر وده هېوادونه- چې د وبا تر پیل لا وړاندې یې نړیوال بانک شوني اقتصادي کړکېچ ته اندېښمن و- پوروړي شوي.






















