ټرمپ د جورجیا له یوه چارواکي وغوښتل د ټاکنو پایلې بدلولو لپاره رایې 'پیدا کړي'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا د جورجیا ایالت له یوه چارواکي سره د ډونلډ ټرمپ د ټلېفوني خبرو غږ خپور شوی چې پکې ولسمشر دغه چارواکي ته وايي، دومره رایې پیدا کړي چې د ټاکنو پایله بدله کړي.

دې غږیز پیغام کې ښاغلي ټرمپ د جورجیا کورنیو چارو زیر برډ رفنسپرګر ته وايي: "زه یواځې غواړم چې ۱۱ زره ۷۸۰ رایې پیدا کړئ. "

ښاغلی رفنسپرګر په ځواب کې وايي، "دغه ایالت کې د ټاکنو پایله سمه ده. "

اول ځل دا غږیز پیغام واشنګټن پوسټ خپور کړ.

تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د جو بایډن او ډونلډ ټرمپ سیالۍ کې ښاغلی بایډن په جورجیا او څو نورو مهمو ایالتونو کې بریالی شو.

دې ایالتونو کې بریالیتوب سره ښاغلي بایډن د ټاکنیز کالج ۳۰۶ رایې وګټلې او ډونلډ ټرمپ د ۲۳۲ رایو خپلولو سره ټاکنې وبایللي.

ښاغلي ټرمپ لا هم د ټاکنو پایله نه ده منلې او په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ دعوه کوي، خو د ثبوت لپاره یې شواهد نه لري.

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ هم پر ښاغلي رفنسپرګر برید وکړ.

نوموړي ټوېټ کې ولیکل: "تېره ورځ مې د جورجیان کورنیو چارو وزیر سره ټلېفوني خبرې درلودې او دغه ایالتي چارواکي د ټاکنو په هکله زما تورونو ته څه ځواب نه درلود. هیڅ پام نه کوي. "

د جورجیا کورنیو چارو وزیر هم ښاغلي ټرمپ ته ځواب کې لیکلي: "په درناوی. ښاغلی ولسمشر، څه چې تاسو وایئ، واقعیت نه لري. حقیقت ښکاره کېږي. "

د امریکا ټولو پنځوسو ایالتونو او د دغه هېواد پلازمېنې واشنګټن ډي سي د ټاکنو پایلې تایید کړې دي.

هر ایالت کې د ټاکنو پایلو له تایید وروسته د هر نوماند ټاکنډلې د ټاکنو له نتیجو د شکایت چانس درلود.

له ټاکلي وخت وروسته په ټاکنیز کالج کې د ټاکنو نتیجه اعلان شوه او وروستی پړاو یې هم د امریکا کانګرس کې تایید دی.

کانګرس هم د جنورۍ پر شپږمه د ټاکنو پایله تاییدوي او د ټاکنو ګټونکی ښاغلی بایډن به د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه د جنورۍ پر ۲۰ د ولسمشرۍ لوړه کوي.

ټلیفوني اړیکه کې ټرمپ څه ویلي؟

د خبرو هغه برخه کې چې واشنګټن پوسټ خپره کړې، ښاغلی ټرمپ هڅه کوي پر رفنسپرګر فشار اچولو سره نوموړی د ځان ملګری کړي.

نوموړی څو ځایه وايي، چې جورجیا کې یې ټاکنې ګټلې او ان له ښاغلي رفنسپرګر غواړي چې خلکو ته ووايي: "بده پېښه نه ده شوې او که ووايې چې رایې بیا شمېرل شوې دي. "

ښاغلی رفنسپرګر ځواب کې وايي: "ښاغلی ولسمشر ناسم مالومات لرئ. "

بیا ټرمپ وايي، اوازې دي چي ځینې رایپاڼې شکول شوې دي او له "فولټن" برخې ماشینونه اېستل شوي دي.

خو کله چې ځواب اوري داسې نه دي شوي، نو ډونلد ټرمپ یې ګواښي او ورته وايي، له قانوني ګام سره به مخ شي.

ټرمپ زیاتوي: "ته پوهېږې چې هغوی څه وکړل، دا کار جرم دی، داسې کار ته اجازه نه شې ورکولی، تا او وکیل ته دې لوی خطر دی. "

په دغه مهال ښاغلی ټرمپ ترې غواړي چې ۱۱ زره ۸۷۰ رایې ورته برابرې کړي، که دا شمېر ترلاسه کړي رایې یې ۲ میلیونه ۴ لکه درې زره ۶۴۳ کېږي او له جو بایډن یوه رایه مخته کېږي.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو سیستم کې هر ایالت کې ګټونکی د دې ایالت ټول امتیازونه خپلوي.

د ټاکنو د پایلې بدلون لپاره بله هڅه

د امریکا جمهوریپالو غړو کې په دې اختلاف دی چې ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ ادعاوې جدي وګڼي او د جنورۍ پر شپږمه د ټاکنو پایلې بدلې کړي که نه.

۱۲ جمهوریپال سناتورانو د سنا جرګې د مشر له غوښتنې سره سره غواړي چې د جنورۍ پر ۶ د ټاکنو له پایلو اعتراض وکړي.

د دې ډلې مشر ټډ کروز غواړي په دې ورځ لس ورځې وخت ورکړل شي چې د ښاغلي ټرمپ د درغلۍ ادعاوې وڅېړل شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس چې د ټاکنو پایلو د تایید ناستې څارونکی دی او جو بایډن باید رسما د ټاکنو ګټونکی وبولي د دې ډلې د هڅو ملاتړ کوي.