د خليج ترينګلتيا
له هغه راهيسې چې د ايران تر ټولو ځواکمن جنرال قاسم سليماني ووژل شو، اوس يو کال تېرېږي، او خليج کې ناکراري او ترينګلتيا لا هم پاتې ده. دغه ايرانی جنرال عراقۍ پلازمېنه بغداد کې د امريکا يو ډرون بريد کې په نښه او ووژل شو. امريکاييو ځواکونو لپاره چې لا اوس هم عراق کې دي، د سليماني وژنې غچ کې د ټکر او ګوزارونو شونتيا بيا زياته شوې ده.. او امريکا يې دې ته اړ کړې، چې عراق کې د ايران پلواله ملېشو پر وړاندې خپلې تګلارې په اړه بيا سوچ وکړي. د بي بي سي نفيسه کوهنورد عراق کې د امريکا دوو اډو ته ورغلې وه.
پر همدې مهال ايران د ملګرو ملتونو اتومي چارو څار ادارې ته ويلي، چې په شل سلنه سوچه والي د يورانيمو پخولو بهير پيلوي. دا د هغې کچې پرتله چې اجازه ورکړل شوېو خورا لوړه ده، او هم له شوي نړيوال اتومي تړونه يوه لويه سرغړونه ده. دا بیا هم د يوه اتومي بم جوړولو لپاره له اړينې ۹۰ سلنې کمه کچه ده، خو د ۲۰۱۵ کال نړيوالې هوکړې له مخې، ايران د يورانيمو له ۴ سلنې کمې پخلي اجازه لري.