بایډن: ټرمپ د امریکا امنیتي ادارو ته لوی تاوان رسولی دی

د خپرېدو وخت

د امریکا ټاکلی ولسمشر جو بایډن وايي، د دغه هېواد ملي امنیت سره اصلي اړوند ادارو د ولسمشر ټرمپ واکمنۍ کې سخت ګوزار خوړلی دی.

ښاغلی بایډن زیاتوي چې پخپله او د حکومت لېږدوونکې ډلې یې د امریکا دفاع وزارت په ګډون له مهمو امنیتي ادارو اړین مالوت نه دي ترلاسه کړي.

ښاغلي بایډن دا خبرې د خپل بهرني سیاست او ملي امنیت سلاکارانو سره تر لیدنې وروسته وکړې.

ټاکلې ده جو بایډن د جنورۍ پر ۲۰ رسما ولسمشر شي، خو ډونلډ ټرمپ لا هم ټاکنو کې ماتې منلو ته تیار نه دی.

د ښاغلي ټرمپ حکومت د نومبر ۳ نېټې ټاکنو د پایلې تر مالومېدو وروسته هم تر اونیو د ملي امنیت برخه کې مهمو استخباراتو ته د ښاغلي بایډن د لاسرسي مخه نیولې وه.

ښاغلي بایډن د دوشنبې په ورځ وویل، دفاع وزارت، د بودیجې اداره او د حکومت مدیریت کې یې همکاران له خنډونو سره مخ دي:

"دمګړۍ هم له حکومت د ملي امنیت برخه کې مهم مالومات نه ترلاسه کوو. زما په اند دا له بې مسوولیتي پرته کم نه دي. "

د جو بایډن خبرو پسې د امریکا سرپرست دفاع وزیر کریسټوفر مېلر ویلي: د واک لېږدولو ملاتړ لپاره ډېر مسلکیتوب سره کار کوي:

"دفاع وزارت له ۴۰۰ ډېرو کسانو سره ۱۶۴ مرکې کړې او تر پنځو زرو مخونو ډېر سندونه یې برابر کړي او دا له هغه ډېر مهم دي چې د بایډن واک لېږدوونکې ډلې یې غوښتنه کړې وه."

ښاغلي بایډن دا هم ویلي چې ډله یې نړۍ کې له امریکايي ځواکونو له حالت روښانه تصویر لري او د دې هېواد دوښمنان دا حالت ناوړه نشي کارولی:

زموږ د هېواد ډېرې ادارې چې زموږ د امنیت لپاره مهمې دي ډېرې زیانمنې شوې او له وړتیاو، مورال او ځواک تشې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ولسمشرۍ ټاکنو لږ وروسته د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ.

ویل کېږي د نوموړي د ګوښه کولو لامل هم د توکمیز توپیر یا تبعیض معترضانو سره د مقابلې لپاره د پوځ لېږلو لپاره د ولسمشر له فرمان سره مخالفت و.

د ښاغلي اسپر په ځای د بل کس ګومارل له نیوکو سره مخ شول او باوري دي چې دا کار د حکومت وروستیو اونیو کې د ګډوډي سبب کېږي.