د خطرناک سفر روهینګیايي کډوال خوندیتوب لټوي

د ویډیو تشریح، د خطرناک سفر روهینګیايي کډوال خوندیتوب لټوي
د خپرېدو وخت

سږ کال په بنګلدېش کې تر ۲۰۰ ډېر هغه روهینګیایي کډوال چې په میانمار کې یې د ربړونو او ځورونو له لاسه خپل کورونه پرېښي، د یو ښه ژوند د لټون پر مهال مړه او یا هم لادرکه شوي. ځینې دغه کډوال وړاندې له دې چې خپل وروستي تم‌ځای ته ورسېږي، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د محدودیتونو له امله د قاچاقبرو په کښتیو کې له لوږې سره مخامخ شوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي له دریمې برخې ډېر هغه کسان چې بنګلدېش کې یې د کډوالو له پنډغالو د مالیزیا او اندونیزیا په لور له خطر ډک سفر پیل کړی، ماشومان دي.