له ووهانه راپور
د خپرېدو وخت
د چین یوه مخکښه ساینسپوهه د هغو ادعاو په اړه چې ګواکې کورونا وېروس لومړی په ووهان کې د دې له لابراتواره وتلی دی، بي بي سي ته وايي تیاره ده چې په دې برخه کې له هر چا سره چې پوښتنې لري وګوري او لابراتوار ته یې ور پرېږدي. ډاکتره شېجېنګلي - د وېروسونو او ساري ناروغیو متخصصه ده او کلونه - کلونه یې د کورونا وبا د بڼو پر مطالعې تېر کړي دي. په عین وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان، یوه ډله راتلونکې میاشت ووهان ته ځي چې د کووېډ - ۱۹ سرچینه وڅېړي، خو لکه زموږ د چین خبریال John Sudworth په رپوټ کې چې به یې وګورئ، چینايي چارواکي هغومره لېوال نه دي چې په دې برخه کې معلومات شریک کړي.