تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسپانوي پولیسو ۲۱ کډوال د زړو جامو له یو زېرمتون ژغورلي
د اسپانیا پولیس وايي، ۲۱ هغه کډوال یې ژغورلي چې د زړو جامو په یوه زېرمتون کې په ناوړه وضعیت کې د ورځې څو ګړۍ اجباري کار ته اړایستل شوي وو.
په یوه وېډیو کې لیدل کېږي چې زېرمتون کې د زړو امبار شویو جامو تر شا له یوې پټې خونې ځینې کسان خوشي کېږي.
د اسپانیا سویل ختیځ مورسیا کې د جامو د یوه شرکت مشر له دوو زامنو سره د کډوالو د برمته کولو په تور نیول شوي.
پولیس وايي، دغه شرکت زاړه کالي اخیستل او په افریقايي هېوادونو کې یې خرڅول.
د اسپانیا پولیسو یوه خبرپاڼه کې ویلي، کډوال په ډېر ناوړه وضعیت کې د ورځې څو ساعته کار ته اړایستل شوي او د یوه ساعت کار بدل کې یوازې ۲ یورو ورکول کېدل.
کله چې پولیس دغه ځای ته ورغلل، د شرکت مشر خپلو کارمنو ته نارې کړې چې وتښتي یا ځانونه پټ کړي.
څلور کسان له اغزن سیم اوښتي خو نورو بیا د تېښتې لار نه ده موندلې او زېرمتون کې پاتې شوي. کله چې پولیس ورننوتل هلته یې اته کارمن په یوه سوړه کې وموندل.
کارمنو ویلي دا پټه خونه د پولیسو د ورتګ پرمهال د خلکو د پټېدو لپاره جوړه شوې ده.
پولیس وايي "برمته شوي بهرنیان دي چې له هېڅ قانوني ضمانت پرته اوږدمهال کار کولو ته اړایستل شوي."
"د دغو کسانو له کمزورۍ او سختې اړتیا ناوړه ګټه اخیستل شوې چې په ډېر ناوړه وضعیت کې پاتې شي".
په خبرپاڼه کې راغلي هلته "د سلامتیا او روغتیا لپاره هېڅ امکانات نه وو".
په پام کې ده چې درې نیول شوي محکمې ته وړاندې شي.