د نړۍ 'تر ټولو یوازې' فیل له پاکستانه کمبوډیا ته ولېږدول شو

د ویډیو تشریح، کونډ فیل له پاکستانه کمبوډیا ته ولېږدول شو
د خپرېدو وخت

پاکستان کې هغه فیل چې ډېر وزن لري او د نړۍ په تر ټولو یوازې فیل مشهور دی خپل نوي کور کمبوډیا ته ولېږدل شو.

اوس کمبوډیا کې پر نورو سربېره د امریکا وتلې سندرغارې شیر هم د دې فیل هرکلی وکړ او هم یې د هغې ډلې لګښت ورکړ چې قانوني مبارزې سره یې له پاکستان دا فیل یووړ.

د کاون په نوم دې فیل ۳۵ کاله د اسلام اباد ژوبڼ کې تېر کړي، خو د سمبالولو چارې یې بې معیاره وې او پر ۲۰۱۲ کال د خپلې ملګرې فیلې له مرګ وروسته سخت یوازې شو.