ملګري ملتونه: کورونا وېروس ښايي د ښځو پرمختګ ټکنی کړي
د خپرېدو وخت
کورونا وبا نه یوازې د هېوادونو پر اقتصاد او د ژوند پر نورو برخو ډېر لوی اغېز کړی، بلکې د ښځو ورځنی کار یې هم ور ډېر کړی دی. د ملګرو ملتونو ښځو څانګې نوې شمېرې ښيي چې، د کورونا وبا ښايي د دې سبب شي چې هغه پرمختګونه چې ښځو کړې دي بېرته په شا شي ځکه اوس ښځې تر رسمي او تنخوا لرونکو دندو ډېر وړیا کارونه کوي.