د نورستان کلتور څومره پېژنئ؟

د ویډیو تشریح، د نورستان کلتور څومره پېژنئ؟
د خپرېدو وخت

د نورستان د لرغوني فرهنګ یوه برخه؛ محلي سندرې اوځانګړې نڅا. کابل کې د نورستان د محلي موسیقۍ د ودې په موخه یو ۱۳ کسیز ګروپ فعالیت کوي، سندرې وایي او ناڅي. د غه ګروپ وایي، د یاد ولایت موسیقي اوس نه ده پاتې خو دوی یې د ودې لپاره کار کوي.

د موسيقۍ ځانګړې الې، چپنې او څادرونه د دوی د پېژندلو ښکاره نښې دي. ښکلا شېرزاد ورغلې او خبرې ورسره کړې دي.