د تېرې اوونۍ تر ټولو جالبه انځورونه

د خپرېدو وخت

د تېرې اوني مهمې خبري پېښې د انځور په ژبه

ارمنستان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د قره باغ په سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان د جنګ دوام او په ګنجه کې توغندیز بریدونه. د اذربایجان دویم لوی ښار کې یو سړي هیلۍ د موټر پر سر تړلي چې خوندي ځای ته یې ولېږدوي.
جګړه

د عکس سرچینه، Inpho

د عکس تشریح، هغه انځور چې د اذربایجان د دفاع وزارت له لوري خپور شوی ښکاره کوي چې د اذربایجان او ارمنستان هېوادونو تر منځ په بریدونو کې اذربایجاني ځواکونه د جنګي توپ په وسیله د ارمنستان پر لورې توغندي توغولي.د اذربایجان ولسمشر الهام علی اف پر ټوېټر لیکلي، د ایران او اذربایجان تر منځ د پولې په خلاصېدو سره د اګبند لاره امن شوې.
مناظره

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې، په نشویل کې د جوبایډن او ډونالډ ټرمپ دویمه او وروستۍ مناظره، د نشویل په تنسي ایالت کې تر سره شوه .
ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه، د نومبر پر دریمه د وامریکا دولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو به کوم یو د سپينې پاڼې له شا ښکاره شي.
فرانسوی ښوونکی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سامول پټي ته درنښت، هغه فرانسوی معلم چې د پاریس په واټ کې یې سر غوڅ شو، د الله اکبر په ویلو سره یې یو سړي ځکه سر غوڅ کړ چې زده کوونکو ته یې حضرت محمد (ص) ته منسوب کاریکاتور ښکاره کړی و.
کرونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برتانیا کې د یو شمېر ناویانو خورړنو د کوروناویروس جدي نیولو کمپاین په پار ماسکونه اغوستي. د کرونا له پراخېدو سره همهاله په انګلستان کې محدودیتونه زیات شوي.
ژوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د استرالیا په ګروز ویل کې ژغورل شوې کوآلای خپل طبیعي اوسېدنځای ته ولېږدول شو. په عملیاتو کې روغتونپالان اړ شول د هغې یوه سترګه وباسي.
هنر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لویس بونو له لورې د واټونو یو هنري انځور. پله مونالیزا په غېږ کې نیولې، د فوټبال ۸۰ کلن لوبغاړي ته د درنښت ښکاره کولو په موخه.