تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایف بي ای: ایران او روسیې د امریکا د رای اچوونکو اطلاعاتو ته لاس رسی موندلی
د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت چارواکو ويلي ایران د دېموکرات ګوند پلوي رای اچوونکو ته ګواښونکي برېښنالیکونه استولي دي.
د امریکا د ملي امنیت مدیر جان رټکلېف وايي ظاهراً داسې ښکاري، چې دغه بریښنالیکونه دې د ټرمپ د یوې ملاتړې ښي اړخې ډلې لخوا ددې لپاره استول شوي وي، چې نارامیو ته لمن ووهي.
رټکلېف زیاتوي، امریکايي چارواکو ته دا هم معلومه شوې، چې ایران او روسیې د امریکا د رای اچوونکو په اړه ځینو اطلاعاتو ته لاسرسی موندلی دی.
د امریکا استخباراتي ادارې دا معلومات داسې مهال خپروي، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې ۱۳ ورځې پاتې دي.
د ټاکنو په رانژدې کېدو سره په ناڅاپي ډول ددغو استخباراتي اطلاعاتو خپرېدل دا جوتوي، چې د امریکا حکومت څومره په را روانو ټاکنو کې بهرنیو لاسوهنو او ناسمو تبلیغاتو ته اندېښمن دی.
رټکلیف وايې ادعا شوې چې د ایران لخوا د "رای اچوونکو د وېرولو، ټولنیزو ناارامیو ته د لمن وهلو او د ولسمشر ټرمپ محبوبیت ته د زیان اړولو په موخه" د دغو "ګواښونکو برېښنالیکونو" مسئولیت د "پراوډ بوایز" په نوم ښي اړخې ډلې اخستی دی.
نوموړی زیاتوي د ټاکنیز سیستم اړوند اطلاعات په دې هیله کارول کېدای شي، چې راجستر شویو رای اچوونکو ته به د ناسمو اطلاعاتو استول ګډوډیو ته لمن ووهي او د امریکا پر دېموکراتیک نظام به باور کمزوری کړي.
رټکلېف وايي "د روسیې لخوا دا ډول هڅه نه ده لیدل شوې"، خو پر دې پوهېږو، چې دغه هیواد هم د رای اچوونکو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
د امریکا د ایالتي قانون جوړوونکو د ملي کنفراس له مخې په ګڼو ایالتونو کې د رای اچوونکو اړندو اطلاعات غوښتل کېدای شي، خو هر ایالت ددې لپاره جلا مقررات لري، چې څوک د رای اچوونکو اړوند معلومات غوښتلی شي، کوم اطلاعات ورکول کېدای او څنګه دغه اطلاعات کارول کېدای شي.
رټکلېف وايي "که ګواښونکي او ځوروونکي برېښنالیکونه مو ترلاسه کړل، وارخطا کېږئ مه او نورو ته یې هم مه استوئ" ځکه د ده په وینا دا د "امریکا د ناهیلې شویو دښمنانو لخوا" په امریکايي رای اچونکو کې د نفوذ بې پایلو هڅه ده.
د امریکا د فدرالي څېړنو د ادارې رییس کرېسټفر رای هم له ښاغلي رټکلېف سره په دې خبري کنفرانس کې برخه اخیستې وه. هغه وايي د امریکا د ټاکنو سیستمونه اوس هم خوندي او پیاوړي دي.
ښاغلي رای زیاته کړه "باید ډاډمن اوسئ، چې رایې مو شمېرل کېږي. لومړنیو ناتایید شویو ادعاو ته، چې له دې موضوع سره په تضاد کې دي، باید د شک په سترګه وکتل شي."
جان رټکلېف او کریس رای په دې خبري غونډه کې وویل، امریکا به هر هیواد، چې د دوی په راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنه کوي، مجازات کړي.
خو دوی دا جزیات نه دي ورکړؤي، چې ایران او روسیې څنګه دغه معلومات ترلاسه کړي او دوی مشخصاً کوم اطلاعات لري.
تر دې وړاندې د امریکا په مشرانو جرګه کې د اطلاعاتو د کمېټې مشرانو "د امریکا د ټاکنیز نظام د دوښمنانو له اړخه د پېښو ګواښونو" په اړه خبرداری ورکړی و.
ددې کمېټې لنډمهاله رییس جمهوريپال سناتور مارکو روبیو او د دې کمیټې مرستیال دېموکرات سناتور مارک وارنر له ټولو امریکایانو او په ځانګړې ډول د رسنیو له خاوندان غوښتي و چې د رایو په اړه د ناتایید شويو او پارونکو ادعاو په منلو او خپرولو کې محتاط اوسي.
دې اعلامیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې روسیې د لاسوهنو وېره بیا را ژوندۍ کړې ده.
په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا استخباراتي ادارې دې پایلې ته رسېدلې وې چې د کرملین له ملاتړه برخمنو هکرانو د هغو هڅو تر شا لاس درلود چې غوښتل یې د نوماندې هیلارې کلنټون ټاکنیز کمپاین کمزوری کړي او د دې موخې لپاره یې سایبري بریدونه کړي وو او پر خواله رسنیو یې جعلي خبرونه خپاره کړي وو.
ایران د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنو تور رد کړ
ایران د امریکا په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنو د تور په ردولو سره ویلي، پخپله امریکا د نورو هېوادونو په ټاکنو کې مداخلې کوي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي ویاند علیرضا میریوسفي وايي دوی د امریکا د ټاکنو پایلو ته هېڅ اهمیت نه لري. هغه زیاته کړې، چې امریکا پخپله تر هر چا ډېر د خپلو ټاکنو د بې باوره کولو هڅه کړې ده.