ماکرون: وژل شوي ښوونکي ته به ملي درناوی وړاندې کېږي
د خپرېدو وخت
د فرانسې ولسمشر وايي، ۴۷ کلن ښوونکي ساموېل پاتې ته به ملي درناوی وړاندې کېږي. دی د جمعې پر ورځ پاریس ته نژدې د یوه مشکوک اسلامپالي توندلاري په برید کې ووژل شو. د برید اړوند اوس له نهو کسانو پوښتنې ګروېږنې روانې دي، چې د برید کوونکي د کورنۍ غړي او د یوه زده کوونکي مور او پلار هم پکې شامل دي. ولسمشر اېمانوېل مکرون د جمعې په شپه د برېد له سېمې لېدنه کړې او پولیسو هم پر ځېنو ځایونو چاپې اچولې دي. نور حال یې په دې رپوټ کې.