مسلمان هلک سره د هندوې نجلۍ د واده سوداګریز اعلان جنجالي شو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پر خواله رسنیو د سخت دریځه هندوانو له پراخو اعتراضونو وروسته په هند کې د ګاڼو مشهور شرکت تنشق خپل هغه سوداګریز اعلان بېرته اخیستی، چې د دوو دینونو د اتباعو تر منځ د واده کیسه پکې انځور شوې.

په اعلان کې د یوې مسلمانې کورنۍ لخوا د خپلې هندوې نږور د نوي زېږېدلي ماشوم لمبولو مراسم ښوول کېږي.

اعتراض کوونکي دا د 'عشقي جهاد ' ته د خلکو هڅونه بولي او دا هغه اصطلاح ده، چې سخت دریځه هندوان یې د مسلمانو نارینه وو له لوري له هندوانو ښځو سره واده کولو ته کاروي.

دوی تور پورې کوي، چې په دې توګه نارینه مسلمانان هندوانې ښځې له خپله دینه اړوي.

خو بل لور ته د بشري حقونو فعالان وايي، په هند کې مذهبي زغم له ګواښ سره مخامخ دی.

له اوږدې مودې راهیسې په دغه هېواد کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ ودونو ته لېوالتیا لږ شوې ده، خو د عشق جهاد اصطلاح ورته کارول اوږده مخینه نه لري.

د تنشق له تولیداتو سره د پرېکون په تړاو د سخت دریځو یوې لویې ډلې غوښتنه د ټویټر هشټګونو لومړي سر ته رسېدلې.

ګڼو کسانو بیا له سپکاوي پر هغې ډکې ژبې نیوکې کړې، چې دې پیغامونو کې لاس پر لاس شوي دي.

پر یو ټیوب د دغه سوداګریز اعلان له ویډیو سره لیکل شوي دي:

''دې په داسې کورنۍ کې واده کړی، چې د خپل اولاد په څېر ورسره مینه کوي. دوی یوازې د دې لپاره داسې مراسم لمانځي، چې معمولاً د دوی دود نه دی. ''

شرکت لومړی پر دغه اعلان شوې څرګندونې لېرې کړې او وروسته یې دغه ۴۳ ثانیې ویډیويي اعلان هم لرې کړ، خو د بي بي سي له غوښتنې سره - سره یې تر اوسه په دې تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

پارلمان کې د اپوزېسیون ګوند کانګرېس غړي ششي تهرور بیا دغه سوداګریز اعلان خپل ټویټر ته پورته کړی او ورسره پیغام کې وايي:

''د هندوتا متعصبو پلویانو د دغه ښایسته اعلان له لارې د هندوانو - مسلمانانو تر منځ د یوموټیوالي سره پرېکون اعلان کړی. که د هندوانو، مسلمانانو تر منځ یووالی دوی ځوروي، نو د هندوانو - مسلمانانو تر منځ د هند په نامه تر ټولو پخواني سمبول سره ولې پرېکون نه کوي؟ ''

ډېری هندۍ کورنۍ خپلو اولادونو ته په هغو کورنیو کې ودونه کوي، چې دین او ان توکم یې سره ورته وي.

له دې حدونو بهر واده ډېری وخت خورا ناوړه پایلې لرلې دي.

په ځینې قضیو کې ښځې او ان داسې نارینه د خپلو - خپلوانو لخوا وژل شوي دي، چې له خپل توکم یا دین نه بهر یې ودونه کړي دي.

د هند بشري پرمختګ سروې له مخې یوازې پنځه سلنه ودونه داسې دي، چې د بېلا بېلو توکمونو کسانو تر منځ کېږي او د بېلا بېلو ادیانو منونکو تر منځ ودونه تر دې هم ډېر کمساري دي.